نن د نومبر اوومه (د لړم ۱۷مه) په کابل کې د یوې چاودنې له امله د طلوع تلویزیون د خبریال یما سیواش د وژل کېدو څلورم تلین دی.
یما سیواش څلور کاله وړاندې په همدې ورځ د کابل په مکرویانو کې په خپل موټر کې په یوه چاودنه کې ووژل شوه.
له دې پېښې وروسته د هغه کورنۍ او ملګرو او همدارنګه د بشري حقونو د څار بنسټونو په وار وار د دې پېښې د څېړلو او د عاملینو د محاکمه کولو غوښتنه کړې ده.
دا پېښه پر افغان خبریالانو باندې د پراخو بریدونو په دوره کې ترسره شوه.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ په بېلابېلو بریدونو کې د رسنیو ۳۳ افغان کارکوونکي وژل شوي دي.
یما سیاوش په ۱۹۸۴ کال کې د کاپیسا ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې وزېږېد. نوموړي په ۲۰۱۰ کال کې له طلوع ټلویزیون سره کار پیل کړ او په ۲۰۱۵ کال کې یې په دغه شبکه کې دنده پرېښوده.
سياوش د مشهور او نامتو پروګرام «فرا خبر» کوربه و چې په هغه کې یې سیاستوال او حکومتي چارواکي ننګول. هغه یو لیکوال او شاعر هم و او د هند د نودا نړیوال پوهنتون د حقوقو او قضایي چارو له پوهنځي څخه فارغ شوی و.