افغانستان

د افغانستان د خبریالانو مرکز: د طالبانو د واکمنۍ په درې کلنه موده کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۴۴۷ قضیې ثبت شوي

د افغانستان د خبریالانو مرکز د نومبر د دوهمې (د لړم۱۲ مې)« د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت د پای ته رسولو د نړیوالې ورځې» په مناسبت په یوه راپور کې ویلي چې د طالبانو د درې کلنې واکمنۍ په موده کې د خبريالانو او د رسنيو د کارکوونکو په وړاندې د تاوتريخوالي او د هغوى د حقونو څخه د سرغړونې لږ تر لږه ۴۴۷ پېښې ثبت کړي دي.

د دغه بنسټ په راپور کې راغلي، چې په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې درې خبریالان وژل شوي او رسنۍ او خبریالان له لسګونو ګواښونو او تاوتریخوالي سره مخ شوي دي.

دغه بنسټ زیاتوي چې په هېواد کې د طالبانو د واکمنۍ په درې کلنه موده کې ۲۲۰ خبریالان نیول شوي دي.

دغه راپور وايي چې په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې له ۱۲۰ څخه زیاتو خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو د جګړو او یا هم د سازمان شویو جرمونو په پایله کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، خو د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت د فرهنګ له امله د دغو قربانیانو اکثریت سره عدالت نه دی شوی. د دې ترڅنګ په هېواد کې پر خبریالانو او رسنیو بندیزونه هم په بې ساري ډول زیات شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې د معافیت فرهنګ، د ګواښ او فشار زیاتېدل او پر خبریالانو او رسنیو د محدودیتونو ډېرېدل به د ټولنې او د هېواد پر پرمختګ ناوړه اغېزې ولري.

د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې، له ۲۰۰۱ کال راهیسې په هېواد کې لږ تر لږه ۱۲۸ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي چې ۲۰ یې ښځې وې، خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د افغان خبريالانو د مرکز څېړنې ښيي چې د معافيت د فرهنګ له امله د دغو پېښو ۹۰ سلنو کې يې قانون او عدالت نه دی پلی شوی.

دغه بنسټ له طالبانو غوښتي چې د وژل شویو خبریالانو لپاره دې عدالت تامین کړي او د خبریالانو او رسنیو اساسي حقونو ته د درناوي په ترڅ کې هغه مقررات لغوه کړي چې د رسنیو آزادي په بې ساري ډول محدودوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د هېواد پر رسنيو سخت سانسور وضع شوى، يو شمېر خبريالان  نيول شوي او بنديان شوي او د يو شمېر خبريالانو په وينا لا هم د طالبانو له جدي ګواښونو سره مخ دي.

د هغو نړیوالو او کورنیو سازمانونو د راپورونو له مخې چې د خبریالانو او رسنیو ملاتړ کوي، یوازې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو دوو کلونو کې (۲۰۲۳ زيږديز کال) په هېواد کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي لږ تر لږه ۱۱۰ پېښې ثبت شوي او «درې» خبريالان په بلخ کې او یو خبریال په کابل کې وژل شوي دى.