د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې په لاس د اوبدل شويو غاليو صنعت له رکود سره مخ دی.
د غاليو يو شمېر سوداګر او اوبدونکي وايي، چې د طالبانو د نه پاملرنې له امله د هېواد د غاليو د پلور او صادراتو بازار له رکود سره مخ دى.
دغه سوداګر آمو ته وايي، چې افغاني غالۍ د مناسب بازار د نشتوالي له امله په ټېټه بيه لومړی پاکستان او له هغه ځایه د پاکستان په نوم د نړۍ بازارونو ته صادریږي.
د افغانستان د دې بومي محصول نمونې او ډیزاین په سیمه او نړۍ کې خورا مشهور دي.
لاسي غالۍ د هېواد له ارزښتناکو صنعتي محصولاتو څخه شمېرل کېږي، چې له ډېرو کلونو راهیسې د سیمې او نړۍ بازارونو ته د افغانستان یو مهم صادراتي توکي بلل کېږي.
د غالۍ یو پلورونکي حضرت شاه وايي: «وطني غالۍ د نه پاملرنې له امله له رکود سره مخ دي. هېچا ورته پام نه دی کړی او نه یې کوي، لاړ شه او له ټولو هټیوالو څخه د ملي غالیو د حالت پوښتنه وکړه چې څنګه دى. هو، د غالیو کورنى صنعت له رکود سره مخ دی.»
د بازار یو شمېر سوداګر د طالبانو پر نه پاملرنې نیوکه کوي او ټینګار کوي چې افغاني غالۍ د پخوا په څېر بازار نه لري او که جدي پاملرنه ورته ونه شي، نو دغه سیمه ییز صنعت به له سقوط سره مخ شي.
د غالۍ یوه پلورونکي ګل اغا آمو ته وویل:«موږ نه پلور لرو او نه بازار. هغه افغاني غالۍ چې موږ صادروو، که د نړۍ بازارونو ته د غالۍ د صادراتو دروازې پرانستل شي، زموږ د صادراتو وضعیت به ښه او ښه شي.»
يو بل غالۍ پلورونکى بريالى وايي: «که موږ وکولای شو افغاني لاسي غالۍ صادرې کړو، بازارونه به ښه شي او د خلکو حالت به هم ښه شي.»
خو طالبانو ویلي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې د ۹ میلیونو ډالرو په ارزښت لاسي اوبدلي افغاني غالۍ د نړۍ بازارونو ته صادرې کړي دي.
دا اندېښنې په داسې حال کې راپورته کېږي، چې د افغانستان د غالۍ اوبدلو اتحادیه وايي، په افغانستان کې ۸۰ سلنه تولید شوي غالۍ د طالبانو د نه پاملرنې او د کافي اسانتیاوو د نشتوالي له امله په ټېټه بیه پاکستان ته او له هغه ځایه بيا د پاکستان په نوم د نړۍ بازارونه صادرېږي.