د درېیو بېلابېلو دولتي ادارو څخه، درې سرچینو آمو ته ویلي ، چې د دولتي کارکوونکو د معاشونو د ورکړې د پروسې ځنډ، یو ځل بیا له دوه میاشتو واوښته.
دغه دولتي کارکوونکي وایي، له یوې خوا لوی اختر ته له دوه اونیو کمه موده پاتې، او له بلې خوا د طالبانو له لوري د معاشونو نه ورکول، له سخت اقتصادي وضعیت سره مخ کړې دي.
طالبانو تر دې دمه په دې اړه هېڅ رسمي غبرګون نه دی ښودلی. خو د طالبانو په مالیې وزارت کې یوې سرچینې آمو ته ویلي، چې ښايي په راتلونکو څو ورځو کې د دولتي کارکوونکو معاشونه اجرا شي.