افغانستان

د کابل-کندهار پر لویه لار يوې ترافیکي پېښې له ۴ تنو ژوند واخيست

د کابل – کندهار پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله ۴ تنه مړه او ۵ نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې د باختر آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون (چهارشنبه، د لړم ۹مه) له غرمې وروسته د غزني ولايت د آب بند ولسوالۍ د تودي چينې په سيمه کې رامنځته شوه.

د يادونې وړ ده، چې دغه پېښه له يوه کرولا ډوله موټر سره د ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکي موټر د ټکر له امله رامنځته شوې وه، چې د دې پېښې په ټپيانو او مړو کې يوه مېرمن او درې ماشومان هم شامل دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د آمو ټلوېزيون د راټولو شويو شمېرو پر بنسټ، په تېرو درېيو مياشتو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې په بېلابېلو ترافيکي پېښو کې د يادو ٨ کسانو په ګډون نږدې ٢٠٠ کسان مړه شوي او نږدې ٣٠٠ نور ټپيان شوي دي.

دا احصایه د دې پیښو له امله د تلفاتو په تاریخ کې زیاتوالی ښیي.

په هېواد کې د طالبانو تر واک لاندې د ترافيکو رياست مسوولينو له دې وړاندې ويلي و، چې ډېرى دغه پېښې د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ او د موټرونو د ډېر سرعت له امله رامنځته شوې دي.