افغانستان

ریچارډ بینټ: د طالبانو په توقیف ځایونو کې پر ښځو جنسي تېري شوي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکى ریچارډ بینټ په خپل نوي راپور کې اعلان کړى چې د باوري معلوماتو له مخې د طالبانو له خوا نیول شوې ښځې نه یوازې دا چې ځورول شوې دي، بلکې په ځینو مواردو کې پر هغوی جنسي تېري هم شوي دي.

ښاغلي بینټ ټینګار وکړ چې د دې تاوتریخوالی اسناد ښیې چې ښځې د «نامناسب» حجاب اغوستلو له امله د طالبانو توقیف ځایونو ته وړل شوي چیرې چې دوی «لفظي سپکاوی» او «جنسي ځورونې» سره مخ شوي. هغه د طالبانو په  واکمنۍ کې په افغانستان کې د ښځو وضعیت هم د «جنسيتي تبعيض» یوه بېلګه وبلله او ویې ویل چې دا اصطلاح د طالبانو بنسټیز او ایډیالوژیکي ماهیت په ښه توګه څرګندوي.

هغه زیاته کړه چې د طالبانو تګلارې د افغانستان له نړیوالو مکلفيتونو سره په جدي توګه په ټکر کې دي. هغه خبرداری ورکړ چې «د زده کړې له حق څخه د نجونو او ښځو بې برخې کول به د ژورو جنسيتي زيانونو رامنځته کړي، او څومره چې دوام لري په هماغه اندازه به زيانونه ژور وي.»

د ماشومانو وضعيت:

د راپور په یوه بله برخه کې ښاغلي بینټ هم د ماشومانو وضعیت «اندېښمنونکی» بللی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د «ماشومانو بچه بازۍ» پدیده ډېره شوې ده. د هغه په ​​وينا، طالبان په خپلو ليکو کې د ماشومانو ګمارنې ته دوام ورکوي او په پوستو کې ترې کار اخلي. بينټ دغه راز په ډاګه کړه، چې د ماينونو چاودنې له ماشومانو څخه قرباني اخلي او د شمېرو له مخې، د روان کال له جنورۍ څخه تر جولای مياشتې پورې د ماين د چاودنې له امله د ٩١ ماشومانو په ګډون ١٠٨ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

هغه دغه راز وویل چې طالبانو د دیني مدرسو جوړول پیل کړي او دا بهیر یې ګړندی کړی چې د بینټ په وینا د«افراطي» ایډیالوژیو د خپریدو لامل کیږي.

اقلیتونه

ښاغلي بینټ د طالبانو د قدرت پر جوړښت نیوکه کړې او ويلي يې دي، چې د طالبانو حکومت «ټول ګډونه» او “ټول شموله” نه دی. هغه زیاته کړه چې د طالبانو اداره په عمده توګه د «پښتنو» او «سني» کسانو څخه جوړه شوې ده او دوی نور توکمونه او مذهبي اقلیتونه له پامه غورځولي دي. هغه خبرداری ورکړ چې دا چلند په ټولنه کې د تبعیض او حتی د «پښتنو ضد» احساساتو ته لمن وهي.

د راپور په یوه برخه کې راغلي چې «هزاره ګان» او «شیعه ګان» په ځانګړې توګه د طالبانو تر توکمیز او مذهبي تعصب لاندې دي او دغه ډلې همداراز د داعش د خراسان څانګې له خوا په نښه کېږي. ښاغلي بینټ راپور ورکړ چې د سږ کال د محرم په میاشت کې یو شمیر شیعه ګان د ماتم د مراسمو له امله د طالبانو لخوا وژل شوي دي.

د ژوند د حق څخه سرغړونه

ریچارډ بینټ د طالبانو پر چلند نیوکه وکړه او ویې ویل، چې د عمومي عفوې له اعلان سره سره طالبان د پخواني حکومت او د مقاومت د جبهې د ځواکونو د وژلو لړۍ ته دوام ورکوي. هغه زياته کړه، چې طالبان د مخالفينو د ځپلو لپاره له خپلسرو نيولو او ورکېدو کار اخلي.

رسنۍ او د بیان آزادي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي همداراز ټینګار کړی چې طالبانو هغه خبریالان ګواښلي چې د بشري حقونو او د ښځو د وضعیت په اړه راپور ورکوي. یوې ښځینه خبریالې ښاغلي بینټ ته وویل: «دوی غواړي ما خاموشه کړي، په ځانګړې توګه هغه خبریالان چې د ښځو د حقونو په اړه راپور ورکوي.»

دغه راپور زیاتوي چې طالبانو د امربالمعروف  او نهى عن المنکر قانون په پلي کولو سره د نوروز او شب یلدا په شان دودیزې جشنونه منع کړي او موسیقي یې هم حرامه بللې ده چې په پایله کې یې یو شمېر هنرمندان له تاوتریخوالي سره مخ شوي دي.

حساب ورکولو ته د طالبانو د اړ اېستلو غوښتنه

ښاغلي بینټ ټینګار وکړ چې د طالبانو د دغو اقداماتو په اړه د حساب ورکولو  نشتوالي دوى «زړور» کړي دي. هغه زیاته کړه، که په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ښه نه شي نو د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه باید نور پرېکنده ګامونه پورته کړي. بینټ خبرداری ورکړ چې د طالبانو لخوا دوامداره جبر او سیستماتیک جنسي تاوتریخوالی به تلپاتې پایلې ولري او ممکن د نورو رژیمونو لپاره نمونه وګرځي.

ښاغلي بینټ دغه راز له افغانستان سره د اصولو او بشري حقونو پر بنسټ د تګ لارې غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې افغانستان ته د ده پر سفر بندیز نه یوازې دا چې د افغانانو په ګټه نه دی، بلکې له نړیوالې ټولنې سره به د طالبانو د تعامل مخه هم ونیسي 

د دې راپور تر خپرېدو پورې طالبانو د ښاغلي بینټ د څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.