افغانستان

په لوګر کې يوې ترافيکي پېښې له څلور تنو ژوند واخيست

په لوګر ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې له امله څلور تنه مړه او درې تنه نور ټپيان شول.

د طالبانو تر ادارې لاندې د باختر آژانس د خبر له مخې، دغه پېښه د دوو سراچه ډوله موټرونو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

د يادونې وړ ده، چې دا پېښه تېره ورځ (دوشنبه د لړم په ۷ مه) د کابل- پل علم پر لويه لاره رامنځته شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د آمو ټلوېزيون د راټولو شويو شمېرو پر بنسټ، په تېرو درېيو مياشتو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې په بېلابېلو ترافيکي پېښو کې د يادو ٨ کسانو په ګډون نږدې ٢٠٠ کسان مړه او نږدې ٣٠٠ نور ټپيان شوي دي.

دا احصایه د دې پېښو له امله د تلفاتو په تاریخ کې زیاتوالی ښیي.

په هېواد کې د طالبانو تر واک لاندې د ترافيکو رياست مسوولينو تر دې وړاندې هم ويلي، چې ډېرى دغه پېښې د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ او همداراز د موټرونو۔  د تېز سرعت له امله رامنځته کېږي.