ستاسو نظر

د ښارونو د جګړې تکرار

د شلمې پیړۍ په شپېتمه لسیزه کې د ایران او عراق د جګړې په ترڅ کې چې اته کاله یې دوام وکړ، د صدام حسین په مشرۍ د عراق حکومت ایران د تهران، اصفهان، شیراز او تبرېز په ګډون د دغه هېواد په مهمو ښارونو بريدونه لپاره د سکارډ راکټونو په ګډون د لرې واټن ویشتونکو وسلو د کارولو تکتیکونه په کار واچول. په هغه وخت کې، دا تاکتیکونه د ښارونو جنګ( The War of the cities) ونومول شول.

سره له دې چې د ایران-عراق د جګړې له پیل راهیسې هر ډول سپکې او درنې وسلې کارول شوې وې، خو پر ښارونو راکټي بریدونه او د لرې واټن ویشتونکي راکټونه او پراخې ویجاړۍ له ۱۳۶۳ (۱۹۸۴) کال څخه تر ۱۳۶۵ او ١٣٦٧لمريز کال پورې زیاتې شوې.

ویل کیږي چې په دې موده کې د عراق په ښاري جګړه کې شاوخوا ۱۸۰ سیکارډ راکټونه او ۱۰۰۰ منځني واټن ویشتونکي راکټونه کارول شوي وو او طبیعي ده چې ایران هم په بدل کې لږ اغیزمن ګامونه پورته کړي دي.

د ایران پر سترو او ستراتیژیکو ښارونو د اوږده واټن ویشتونکو توغندیو استعمال د ایران اسلامي جمهوریت دې ته اړ کړ چې د ۱۹۸۶ کال د جولای د میاشتې په ۲۰ نېټه د ملګرو ملتونو ۵۹۸ پرېکړه لیک ومني او د هغه وخت د مذهبي مشر امام خمیني په وینا، د ایران اسلامي جمهوریت د زهرو ګوټ وکړ. په عین حال کې یاد مشر د اسلامي انقلاب د غځېدا زمزمې کولې  او ادعا یې کوله چې د خلیج او اسرائیلو استبدادي رژیمونو ته به سزا ورکړي او عراق به تباه کړي.

اوس، پوره څلوېښت کاله وروسته (له ۱۹۸۴ کال راهیسې) یو ځل بیا د تهران پر څنډو او د ایران پر نورو ښارونو د لرې واټن ویشتونکو راکټونو برید شوی، او ایران چې نن ورځ په خپلو پوځي اډو ویاړي او ادعا کوي چې دوى لږ تر لږه د سیمې په کچه د سترو قدرتونو فکر کوي؛ د دښمن تر بريد لاندې راځي. 

خو دا ځل پر ایران د خپل ګاونډي له لوري برید ونه شو؛ بلکي د خپل ستراتیژیک دښمن اسرائیلو لخوا ترې غچ اخیستل کیږي.

د ایران پر خاوره راکټي بریدونه، چې د شنبې په ورځ د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر د میاشتې په ۲۶ مه سهار ترسره شول چې اسراٸیل يې دوامدار عملیات بولي؛ ایا دا بريدونه به اطاعت ته یو ځل بیا ایران مجبور کړي او که نه؟

که څه هم د دې پوښتنې ځواب به د اوس لپاره ستونزمن وي؛ خو هغه څه چې یقیني دي هغه دا دي چې اسلامي جمهوریت په اوس وخت کې ګټونکی نه دی. که غواړي خپل اوسنی وضعیت ښه وساتي، باید ځان ګټونکی وګڼي.

هغه دلایل چې د ایران د اسلامي جمهوریت د کمزورۍ ښکارندویي کوي په لاندې مواردو کې په لنډیز سره ویلای شو:

په سیمه کې د اسرائیلو له خوا د ایران د اسلامي جمهوریت د نيابتي او ملاتړو ځواکونو کمزوری کول، په تېره بیا د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر وروسته؛

  • سخت مالي بحران چې د ایران اسلامي جمهوریت د یوې لګښت لرونکې او اوږدمهاله جګړې د دوام توان نه لري، ځکه چې اسرائیلي چارواکو د اکتوبر د ۲۶ نېټې له بریدونو وروسته اعلان وکړ چې دغه جګړه که ایران تاوتريخوالي ته دوام ورکړي؛ نور ګامونه به هم وي. دا پدې مانا ده چې یو پړاو به مخکې لاړ شي؛
  • د ایران په اسلامی جمهوریت کې د قدرت د غوره شخصيتونو ترمنځ ژوره خلا؛
  • د اوکراین په جګړه کې د روسیې د ګټو لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت ګډون؛
  • د ایران د اسلامی جمهوریت ضعیفه او ناکامه ډیپلوماسۍ؛ په ځانګړې توګه د لویدیځې نړۍ سره؛
  • په ایران کې د واکمن حکومت لپاره د خلکو د ملاتړ نشتوالی؛
  • د ایران په اسلامي جمهوریت کې د مذهبي او توکمیزو لږکیو په وړاندې د تبعیضي سیاستونو پلي کول؛
  • د ایران په دولتي ادارو او بنسټونو کې د ژور اداري فساد شتون؛
  • په ملي او نړیواله کچه د دولتي تروریزم پالیسي تعقیبول؛
  • د منځني ختیځ له عربي هېوادونو سره ښې اړیکې نه درلودل؛
  • د خلیج د ځواکمنو هېوادونو لکه سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو په څنګ او پر ضد د یمن په جګړه کې ښکېدل؛

په همدې حال کې، یو ځل بیا، د ښارونو د جګړې د تکرار احتمال، دا ځل د اسراییلو لخوا، بڼه اخلي. وبه کتل شي چې ایا دا ځل به د امام خمیني ځای ناستی ښاغلی خامنه ای دغه اتلولي وګټي او که نه؟

نصرالله ستانکزی د سیاسي او نړیوالو مسایلو کارپوه او د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي پخوانی استاد دی.

 د آمو وېبپاڼې د نظر په برخه کې لیکوالان د خپرو شویو مقالو د منځپانګې مسٶلیت لري.