افغانستان

د ډله ییز امنیت تړون سازمان د تاجکستان او افغانستان ترمنځ د پولو د امنيت ټينګولو پلان تصویبوي

د ډله يیز امنیت تړون د سازمان مشر ایمانقلي تسماګامبتوف وايي چې د تاجکستان او افغانستان ترمنځ د پولې د امنيت ټینګولو پلان به په استانه کې د دغه سازمان په غونډه کې تصویب شي.

د ډلييز امنیت تړون د سازمان سرمشريزه به دوه ورځې وروسته (دوشنبه د لړم ۷مه) د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې جوړه شي.

د دغه سازمان سرمنشي ریانووستي شبکې ته وویل: «د دغه پلان پر طرحې لا له وړاندې د دغه سازمان د بهرنیو چارو، دفاع وزارتونو او د امنیت شورا د دارالانشا د کمېټو د شوراګانو په کچه هوکړه شوې ده او اوس د دې غونډې په اجنډا کې دغه موضوع مطرح ده.»

هغه وايي چې د دغه ډول پلان د جوړولو پرېکړه ۱۳ کاله وړاندې شوې وه؛ خو د دغه سازمان سکرتریت اوس په دې وتوانید چې یوې هوکړې ته ورسېږي.

ښاغلی تسماګامبتوف وايي چې دغه پلان د ټولې منځنۍ اسیا د امنیت لپاره ستر رول لري.

د دغه راپور له مخې، دا پلان به څو کاله دوام وکړي او د ظرفیتونو د روښانه کولو، عملي تطبیق، په ټول سرحدي برخو کې د تطبیق او د وسلو د حد د تعدیل د امکاناتو په ګډون بېلابېل پړاوونه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې روسیه او د منځنۍ اسیا هېوادونه په ځانګړې توګه تاجکستان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له افغانستان څخه د «ترهګریزو» ګواښونو له زیاتوالي اندېښمن دي.

د ډله ایز امنیت تړون سازمان د ١٩٩٢ کې د مى ١۵ د ډله ایز امنیت تړون پر بنسټ د روسیې په نوښت تاسیس شو او اوس شپږ غړي لري. د دې سازمان غړي روسیه، بیلاروس، ارمنستان، قزاقستان، تاجکستان او قرغزستان دي.

اوس مهال د ډلييز امنیت تړون سازمان مشري قزاقستان پر غاړه لري.