افغانستان

چینایي قراردادي شرکت: د برېښنا او اوبو نشتوالی د عينک مسو د پروژې یوه ستونزو ده

د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د «اېم سي سي» په نوم د چینایي قراردادي شرکت د برېښنا او اوبو نشتوالی د د لوګر د عینک مسو کان  پروژې پر وړاندې يوه ستونزه بولي.

د دغې خبرپاڼې له مخې، د اېم سي سي شرکت مسوولینو دغه موضوع په چین کې د طالبانو د انرژۍ او اوبو له وزیر عبدالطیف منصور سره په لیدنه کې شریکه کړې ده.

د يادونې وړ ده، چې دغه ليدنه چين ته د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزير د سفر پر مهال شوې ده.

په لوګر کې د عینک مسو کان د هېواد په کچه یوه له سترو پروژو څخه دى، چې د تېر حکومت پر مهال یې له چینايي کمپنۍ سره خبرې او قراردادونه شوي دي.

په ۲۰۰۸ کال کې د پخواني حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت د چین له اېم سي سي شکرت سره د دغه کان قرارداد لاسلیک کړ.

په دغه قرارداد کې ټاکل شوې وه چې چينايي شرکت په لومړي پړاو کې په دې پروژه کې څه دپاسه دوه نيم مليارده ډالره پانګونه وکړي او د استخراج بهير به پيل شي.

خو تر اوسه د دې پروژې عملي کار د بېلابېلو دلایلو له امله نه دی پیل شوی.