افغانستان

طالبانو په لوګر کې یوه ښځه او یو سړی په «عام محضر» کې په درو ووهل

عکس از آرشیف.

طالبانو په لوګر ولایت کې یوه ښځه او یو سړی په«عام محضر» کې د«نامشروع اړیکو لرلو» په تور په درو ووهل.

د طالبانو تر ادارې لاندې سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دوی دغه ښځه په «۳۵ دره» وهلې او په څلور میاشتې بند محکومه کړې او تورن سړی په «۳۹ دورو» وهل شوی او په څلور میاشتې بند محکوم شوی دی.

د دغې خبرپاڼې له مخې، طالبانو دغه دوه تورن کسان د دغه ولایت په خروار ولسوالۍ کې په درو وهلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په تېره یوه میاشت کې د دغو دوو کسانو په ګډون شاوخوا ۶۰ کسان په بېلابېلو ولایتونو کې په عام محضر کې په درو وهلي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا تېره اوونۍ په یوه پرېکړه لیک کې د طالبانو له خوا د جسمي مجازاتو کارول غندلي او د بندېدو غوښتنه یې کړې ده.

بل خوا د بشري حقونو بېلابېلو بنسټونو د طالبانو دغه سزا له انساني ارزښتونو سره په ټکر کې بللې ده.