د افغان ښځو د سیاسي مشارکت شبکې، چې مشري یې د ښځو د حقونو فعاله ترنم سعیدي کوي، په یوه خبرپاڼه کې د هغه څه په وړاندې د اعتراض په توګه چې د «توکم پالنې» په نامه يې يادوي ویلي چې ایران باید د دې هېواد د کډوالو په وړاندې خپل “تبعیضي چلند” ودروي.
د ښځو دغه شبکه وايي، په ایران کې له افغان کډوالو سره چلند «غیر انساني، نژاد پرستانه او د بشري حقونو، نړیوالو او دیني لارښوونو خلاف» دی.
په دې خبرپاڼه کې له ايران او نورو هېوادونو غوښتل شوي چې د بشري او قانوني اصولو پر بنسټ د کډوالو د حقونو ملاتړ وکړي.
د ښځو دغه شبکه د بشري حقونو نړیوالو قوانینو ته په اشارې سره وايي چې کډوال باید د روغتیا، پوهنې او ټولنیزو خدمتونو په ګډون عامه خدمتونو ته د لاسرسي حق ولري.
دا په داسې حال کې ده، چې ایران د افغان کډوالو د «جبري ويستلو» بهیر ګړندی کړی او د هېواد یو شمیر کډوال هم په ایران کې له دوى سره د غیر عادلانه او غیر انساني چلند څخه شکایت کوي.
د راپورونو له مخې، ایران په دغه هېواد کې کې پر مېشتو بې اسناده کډوالو د ډوډۍ پلورلو، د کار لپاره د هغوی پر ګمارلو او د کور په کرایه ورکولو بندیز لګولی دی.
له بلې خوا د هېواد یو شمېر کډوال وايي، چې د ایران په ښوونځیو کې د زده کړو له محدودیتونو سره مخ دي او د دغه هېواد ښوونځي دوی د زده کوونکو په توګه نه جذبوي.
د يادونې وړ ده، چې په تازه پېښه کې هم د ايران د کلګان- سراوان په پوله کې د لسګونو افغان کډوالو وژل کېدو پراخ غبرګونونه راپارولي دي. هغه پېښه چې ویل کېږي ایراني پوله ساتو پر افغان کډوالو ډزې کړې او تر ۲۵۰ ډېر افغانان یې وژلي دي.
خو آمو په خپلواکه توګه نه دي توانیدلي چې د پېښې د رامنځته کېدو څرنګوالى او د تلفاتو شمېره تاييد کړي.