افغانستان

 د جرمني لومړى وزير: خپل هیواد ته د «افغان مجرمینو» د ستنولو بهیر به ادامه ولري

د جرمني لومړى وزير اولاف شولتس وايي، هېواد به یې د هغو افغان کډوالو اخراج ته چې په دغه هېواد کې «تاوتریخوالی او جرمونه» کوي او  دوی يې «افغان مجرمین» بولي، دوام ورکړي.

د جرمني لومړي وزير په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د سرمشریزې په څنډه کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «موږ دلته ډېر افغان مجرمین درلودل چې افغانستان ته مو وشړل. پېچلي و خو موږ ترسره کړل ورته بېرته ورګرځول به بیا پېښ شي. مجرمین بېرته افغانستان ته استول کېږي.»

هغه زیاته کړه چې جرمني به د سوریې د کډوالو تر منځ د «تاوتریخوالی او جنایت» مرتکبین هم بېرته خپل هیواد ته ور وګرځوي.

ښاغلي شولتس ټینګار وکړ، چې دا بحث مهم دی او «باید په هوښیارۍ سره ترسره شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د وږي په څلورمه نېټه یوه سوریایي ځوان د زولینګن په ښار کې په یوه مېله کې پر آلماني وګړو د چاقو برید وکړ چې په پایله کې یې درې تنه ووژل شول او اته تنه نور ټپیان شول.

داعش د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دغه برید مسٶولیت په غاړه واخیست او اعلان یې وکړ چې د دغې ډلې یوه غړي دا کار د «فلسطین او نورو ځایونو د مسلمانانو د غچ اخیستنې» په موخه کړی دی.

له بلې خوا، له دې پېښې مخکې، یو افغان ځوان د مانهایم په ښار کې د اسلام د مخالفانو په یوه راټولېدنه برید وکړ، چې په پایله کې یې د آلمان د پولیسو یو افسر ووژل شو.

له دغو بریدونو وروسته د جرمني حکومت د مخالفو ګوندونو او عامه افکارو تر فشار لاندې راغی او اوس هوډ لري چې یو شمېر هغه افغان او سوریايي کډوال چې په ناقانونه توګه دې هېواد ته داخل شوي او «جرم او تاوتريخوالي لاس پورې» کوي، وباسي.