افغانستان

د ۱۴۰۳ د تلې ۲۶ – د ۱۰ بجو خبرونه

د ایران پر پوله د کډوالو د مرګ- ژوبلې د څېړلو له غوښتنې سره سم، د دې پېښې یو تن ټپي شوي افغان آمو ته وویل چې هغه او ملګري یې د ایران په خاوره کې شاوخوا پنځه متره دننه «د ایراني پوله ساتو د ډزو او توپچي مرميو» لاندې ونيول شول.