سوداګري

ترکمنستان د سیمې هېوادونو ته د انرژۍ رسول پراخوي

د ترکمنستان جمهور رئیس سردار بردي محمداف د خپل هیواد پلانونه اعلان کړل چې د ګډو ګټو هېوادونو او همدارنګه د نړۍ نورو برخو ته به د انرژۍ وړاندې کول پراخ کړي. هغه په ​​مسکو کې د ګډو ګټو هېوادونو د مشرانو په غونډه کې وویل چې دغه پلان تر ۲۰۳۰ کال پورې د دغو هېوادونو د اقتصادي همکاریو د ستراتیژۍ د یوې برخې په توګه وړاندیز شوی دی.

ښاغلي بردي محمداف څرګنده کړه: «په دې نوښت کې د خامو موادو رسول او همدارنګه د برېښنا رسول شامل دي.» د هغه په ​​وينا، ترکمنستان هڅه کوي چې د دغو همکاريو په پراختيا سره د سيمې د انرژۍ د اړتياوو په پوره کولو کې خپل رول پراخ کړي.

د ترکمنستان جمهور رئیس همداراز د سیمه ییزو اقتصادي پروژو لکه ټاپ پروژه او ټاپي نل لیکې پروژې ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، چې د دغو پروژو پلي کول ځانګړی اهمیت لري. هغه زیاته کړه، په لومړیتوبونو کې د ترانسپورت، انرژۍ او صنعتي همکاریو سکتورونه شامل دي او د ګډې اقتصادي ستراتیژۍ په چوکاټ کې د دغو پروګرامونو تفصیلي او پړاویز تطبیق اړین دی.

ښاغلي بردي محمداف د نويو بنسټيزو تاسيساتو د پراختيا پر اهميت ټينګار وکړ او ويې ويل، پروژې لکه د ترکمنستان-افغانستان-پاکستان-هند (ټاپ) د ګازو د نل ليکې د افغانستان برخې او د ترکمنستان-افغانستان-پاکستان د برېښنا د لېږد لين او همدارنګه د اورګاډي ليکه د افغانستان د انرژۍ په رسولو کې مهم رول لوبوي او په سیمه کې به اقتصادي وده ولري.

هغه په ​​دغو پروژو کې د ګډو ګټو د هېوادونو د همکارۍ ارزښت ته په اشارې سره وويل:« د ټاپي په څېر بنسټيزو پروژو کې د دغو هېوادونو ګډون د ستراتيژيکو موخو د ترلاسه کولو لپاره يوه ډاډمنه لار ده. موږ باید له خپلو ګډو سرچينو او وړتیاوو څخه په بشپړه توګه ګټه پورته کړو.»

ټاپي او ټاپ پروژې له سترو سیمه ییزو پروژو څخه ګڼل کېږي، خو د امنیتي ستونزو او سیمه ییزو سیاسي او اقتصادي ننګونو له امله یې د تطبیق بهیر ورو شوی دی. د ټاپي پروژې د عملي کار د پیل لپاره خبرې اترې څو کاله وړاندې پیل شوې او په ۲۰۱۰، ۲۰۱۵ او ۲۰۱۸ کلونو کې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند  هېوادونو مشرانو د دغې پروژې د عملي کېدو په اړه بحثونه او نظرونه تبادله کړل.

دا پروژه چې شاوخوا لس میلیارده ډالره لګښت لري، ټاکل شوې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته انتقال کړي. خو د هغې د پلي کېدو په لاره کې لا هم د امنیتي اندېښنو او سیمه ییزو ننګونو په ګډون ډېر خنډونه پراته دي.