په پنجشېر ولایت کې سیمه ییزو سرچینو آمو ته ويلي، چې طالبانو په دغه ولایت کې د خلکو د کورونو تر پلټنو وروسته د کلي ملک صفدر او د هغه زوی حیدر نیولي دي.
د طالبانو د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه دوه کسان د دره ولسوالۍ د عبدالله خېلو د کلي له پشتکي سيمې څخه نيولي دي.
طالبانو یوه اونۍ وړاندې په دغه ولایت کې له یوې چاودنې وروسته د ملکي خلکو د کورونو د پلټلو پروګرام پیل کړ چې لا هم دوام لري.
په ورته وخت کې سرچينې وايي، چې طالبانو همداراز د خپلو پلټنو په پيل کې څو تنه نيولي وو، چې بله ورځ بېرته خوشې شول.
سرچینې زیاتوي، چې طالبانو د دره ولسوالۍ عبدالله خېل په دره کې د ولسي خلکو کورونه پلټلي دي.
تر دې وړاندې آمو ته سرچینو ویلي وو چې طالبانو د پنجشېر ولایت په دره عبدالله کلی کې اووه تنه نیولي دي.
د سرچينو د معلوماتو له مخې، له تېرې شپې راهيسې د دې درې ټولې لويې او فرعي لارې د طالبانو له لوري تړل شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د مقاومت جبهې په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې د پنجشېر ولایت په دره ولسوالۍ کې يې د طالبانو په یوه کمپ باندې د دغې جبهې د غړو په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ تنه طالبان وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.