افغانستان

پاکستان طالبانو ته: د یوه دیموکراتیک هېواد د سپارښتنو پر ځای خپلو داخلي ستونزو ته پام وکړئ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د هېواد د سیاسي وضعیت په اړه د طالبانو وروستۍ څرګندونې «بې بنسټه» وبللې او له هغوی یې وغوښتل چې د نجونو او ښځو پر زده کړو د بندیز په ګډون د خپلو داخلي ستونزو ته پام وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له دې مخکې په یوه خبرپاڼه کې د پاکستان د حکومت او د دغه هېواد د سیاسي مخالفینو ترمنځ د ترینګلتیا په زیاتېدو یې اندېښنه ښودلې وه او خبرداری یې ورکړی و چې په دغه هېواد کې ناکراري د سیمې پر ثبات اغېز کولی شي. طالبانو له پاکستانه غوښتي چې وضعیت « په هوښیارۍ او عملي ډول» اداره کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو خبرپاڼه د دغه هېواد په کورنیو چارو کې «بې ځايه» لاسوهنه بللې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، «د افغانستان سرپرست دولت( طالبان) باید د دې پر ځای چې د یوه ډيموکراتیک دولت لپاره خبرې وکړي، د خلکو اړتیاوو ته د ځواب ویلو او د شاملولو هڅونه، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د زده کړې حق په ګډون باید په خپلو کورنیو مسلو تمرکز وکړي. نه دا چې له دين څخه د ناسم تعبیر له لارې د دوی حقونه محدود کړي.»

دغه وزارت همداراز ټینګار کړی، چې طالبان باید له نړیوالې ټولنې سره پر خپلو ژمنو، په ځانګړې توګه د هغو ترهګرو ډلو د مخنیوي لپاره چې په سیمه کې سوله او امنیت ګواښي، ودرېږي.

په دې وروستیو کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې او په تېرو دوو اونیو کې د دواړو لورو ترمنځ د څو سرحدي نښتو راپورونه هم ورکړل شوي دي.