د طالبانو امر بالمعروف وزارت اعلان کړی، چې د دوی استازو په کابل کې شپږ تنه د «نامشروع اړیکو» په تور نیولي دي.
دغه وزارت نن شنبه (د تلې ۱۴مه) په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې «محتسبین شپه او ورځ هڅه کوي چې د نامشروع اړیکو په تور کسان ونیسي. »او له خلکو هم غوښتنه شوې ده چې په دې برخه همکاري وکړي.
دا د طالبانو د نوي قانون تر نافذیدو وروسته لمړى ځل دى چې د نامشروع اړيکو په اور کسان د محسبانو لخوا نیول کیږي.
طالبانو ویلي دي چې نیول شوي کسان یې «قضايي اورګانونو» ته سپارلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت په دې وروستیو کې ویلي چې په تېر کال کې یې تر ۱۳زرو ډېر کسان د «غیر اخلاقي کړنو» په تور نیولي دي.