په یوه ورځ کې نږدې ۲۵۰ افغان کډوالې کورنۍ له ایران او پاکستان څخه ویستل شوې او هېواد ته راستنې شوې دي.
د طالبانو تر ادارې لاندې باختر اژانس په یوه راپور کې ويلي چې پرون (جمعې، تلې ١٣مه) ۲۴۲ کډوالې کورنۍ له ایران او پاکستان څخه په «جبري ډول او په خپله خوښه» اېستل شوې دي.
په راپور کې ویل شوي چې دغه کډوال د ننګرهار، کندهار، نیمروز او هرات ولایتونو له لارو هېواد ته داخل شوي دي.
د طالبانو تر واک لاندې دغه اژانس وايي، ۳۵ کورنۍ د تورخم او ۳۰ د سپین بولدک له لارې افغانستان ته راستنې شوې دي.
په همدې حال کې د راپور له مخې، ۷۷ کورنۍ د نيمروز د پل ابرېشم او او ۹۹ نورې کورنۍ د هرات اسلام کلا له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د آمو د يوې څېړنې موندنې ښيي، چې «بې کاري» او «خراب اقتصادي وضعيت» له هېواده د اتباعو د غير قانوني کډوالۍ اصلي لاملونه دي.
دغه څېړنه په اوو ولایتونو کې د ښځو په ګډون له ۳۳ کسانو سره شوې، چې غیر قانوني کډوالۍ یې تجربه کړې وې.
له دې جملې څخه ۴۵.۴ سلنه ګډونوالو ویلي چې دوی د«خراب اقتصادي وضعیت» له امله په ناقانونه توګه کډوالۍ ته اړ شوي؛ خو ۹ سلنه یې دا هم ویلي چې دوی واک ته د طالبانو له راتګ سره د احتمالي جګړې له وېرې ناقانونه کډوالي پیل کړې ده.