افغانستان

 د پاکستان له زندانونو ۱۵ تنه افغانان آزاد شول

د طالبانو تر ادارې لاندې د کډوالو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې تېره ورځ (چهارشنبه، د تلې ۱۱) ۱۵ تنه افغانان د پاکستان له زندانونو آزاد او هېواد ته راستانه شول.

د يادې خبرپاڼې پر بنسټ، د هېواد دغه وګړي د پاکستان د پوليسو له خوا د استوګنې قانوني جواز يې نه درلودلو له امله نيول شوي وو.

د طالبانو تر ادارې لاندې دغه وزارت وايي، د دغه هېواد اتباعو هر یو له ۱۵ ورځو څخه تر دوو میاشتو پورې د پاکستان په زندانونو کې تېر کړي دي.

د دې خبرپاڼې له مخې، دغه خوشې شوي افغانان د پېښور په زندانونو کې بندیان وو.

د طالبانو تر ادارې لاندې د کډوالو چارو وزارت زیاتوي، چې په دغو آزادو شویو کسانو کې درې ماشومان هم شامل دي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه هیوادوال د تورخم له لارې افغانستان ته داخل شوي دي.