افغانستان

 یونېسف په ننګرهار کې ۱۶۵ ښوونځیو ته ښوونيز تجهيزات برابروي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) وايي، په ننګرهار ولایت کې د ۱۶۵ ښوونځیو لپاره د ښوونيزو تجهيزاتو برابرولو او جوړولو په حال کې دي.

دغه بنسټ پر اېکس ويلي، په دغو ښوونیزو تجهیزاتو کې درسي خونې، د زده کوونکو لپاره د لاس مینځلو وسایل او د لمریزې برېښنا د تولید وسایل شامل دي.

د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې، د دغو وسایلو د برابرولو لګښت د جاپان حکومت لخوا وکول کېږي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق په داسې حال کې  په افغانستان کې د ښوونځیو د جوړولو او د تعلیمي وسایلو د برابرولو خبره کوي، چې طالبانو  له شاوخوا دریو کلونو راهیسې نجونې له شپږم ټولګي څخه پورته له زده کړو او پوهنتونونو منع کړي دي.

د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو دغه چلند د نړۍ په کچه په ځانګړې توګه په اسلامي هېوادونو کې له جدي غبرګونونو سره مخ شوى، خو طالبانو تر اوسه خپلې دې تګلارې ته بدلون نه دى ورکړى.