د فرانسې خبري آژانس په یوه راپور کې د یو شمېر افغان خبریالانو په حواله ویلي، چې طالبان خبریالان په هماغه سلول کې بندي کوي چې د داعش غړي پکې دي.
د راپور له مخې، هغه خبریالان چې د داعش له غړیو سره یوځای بندیان شوي دي، اکثره هغه کسان دي چې د طالبانو له خوا په هېواد کې د داعش د بریدونو د پوښښ او یا د ښځو پر وړاندې د تبعیض په اړه د لیکنو په خاطر نیول شوي دي.
بل خوا په دغه راپور کې راغلي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې خبریالان د «تاوتریخوالی او سپکاوي» له زیاتوالي سره مخ دي او دا مهال په دغه مسلک کې د ۵۶۰ ښځو په ګډون یوازې ۵۱۰۰ خبریالان په کار بوخت دي.
د فرانسې خبري آژانس وايي، د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو حاکميت راهيسې، دغه هېواد ۸زره۴۰۰ خبریالان درلودل چې يو زر۷۰۰ یې ښځې وې.
له افغانستانه یوه خبریال چې نوم يې نه دى خپور شوى د فرانسې خبري آژانس ته وویل، «هیڅ بل مسلک ته دومره سپکاوی نه دی شوی.»
د هېواد دغه خبريال زياته کړه چې هغه او ملګري يې نور نه غواړي خپل مسلک ته دوام ورکړي. ځکه هره ورځ د طالبانو له خوا د دوی پر کارونو او فعالیتونو نوي محدودیتونه لګول کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د هېواد په رسنيو کې پر فعاليتونو سخت محدوديتونه او سانسور وضع کړى او د هېواد په ځينو ولايتونو کې يې په سيمه ييزو رسنيو کې د ښځو پر شتون، غږ او مخ بنديز لګولی دی.
طالبانو په تاره د هېواد رسنیو ته امر کړی چې سیاسي خپرونې دې په ژوندۍ بڼه نه خپروي او له پروګرامونو دې د دوی د ګټو خلاف هر ډول کلمې، جملې او نور مطالب لرې کړي او بیا دې خپاره کړي.