افغانستان

د ملګرو ملتونو د بندیزونو په نوملړ کې د شاملېدو سربېره امیرخان متقي روسیې ته سفر کړى

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره له دې چې نوم یې د ملګرو ملتونو د بندیزونو په لیست کې دی، نن چهارشنبه روسیې ته سفر وکړ.

د طالبانو تر ادارې لاندې د بهرنیو چارو وزارت وايي، دا سفر یې د روسیې په بلنه او د مسکو په شپږمه غونډه کې د امیرخان متقي د ګډون په موخه ترسره شوى دی.

ټاکل شوې ده، دغه غونډه د اکتوبر په څلورمه په روسیه کې جوړه شي.

دا په څه دپاسه یوه کال کې بهر ته د امیر خان متقي شپږم سفر دی.

پر متقي د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته د ملګرو ملتونو له خوا بندیزونه ولګول شول. په دې بندیزونو کې د سفر بندیز او د شتمنیو کنګل کول شامل دي.