د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کېسيون اعلان کړی، چې سږ کال په پاکستان کې ۶زره۹۴۰ افغان کډوال د قانوني اسنادو د نه لرلو په تور نیول شوي دي.
دغه سازمان خبر ورکړی، چې له دغه هېواد څخه د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د پاکستان د حکومت د نوې تګلارې تر اعلان وروسته، د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر راهیسې څه باندې ۷۳۳ زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د دغه راپور له مخې، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنېدو لړۍ د مى او جون په میاشتو کې خپل اوج ته رسېدلې او په دغو دوو میاشتو کې له ۳۸ زرو ډېر کسان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
د دغه راپور په یوه برخه کې راغلي: «په روان کال کې په ټول پاکستان کې ۶زذه۹۴۰ کسان نیول شوي دي. د نیول کېدو بهیر د می میاشتې راهیسې (۱۱۳۰ تنو) کم شوی او په سپټمبر میاشت کې شاوخوا ۶۳۰ تنو ته رسېدلی دی.»
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کېسيون همداراز اعلان کړى چې دغه سازمان شاوخوا ۱۱۲ زره راستنېدونکو ته بشري مرستې رسولې دي.
د تېر کال د اکټوبر په درېیمه د پاکستان حکومت له یو میلیون څخه د زیاتو افغان کډوالو د بېرته ستنولو پلان تصویب کړ چې له قانوني اسنادو پرته په دغه هېواد کې مېشت وو.
د دې پلان له مخې افغان کډوال د همدې کال تر نومبر میاشتې پورې وخت درلود چې له پاکستانه ووځي.
په ورته مهال، د طالبانو تر ادارې لاندې باختر آژانس خبر ورکړ چې د سه شنبې په ورځ له پاکستان او ايران څخه څه ناڅه ٣١٩ افغان کورنۍ خپل هېواد ته راستنې شوې دي.