په یوه ورځ کې نږدې ۲۰۰ افغان کډوالې کورنۍ له ایران او پاکستان څخه ویستل شوې او هېواد ته راستنې شوې دي.
د طالبانو تر ادارې لاندې باختر اژانس په یوه راپور کې ویلي چې پرون (یکشنبه، د تلې ۸) ۱۹۰ کډوالې کورنۍ له ایران او پاکستان څخه په «جبري ډول او په خپله خوښه »ویستل شوې دي.
د دغه راپور له مخې، دغه کډوال د ننګرهار، کندهار، نیمروز او هرات ولایتونو له لارو هېواد ته راستانه شوي دي.
د طالبانو تر ادارې لاندې دغه اژانس وايي چې ۱۵ کورنۍ د تورخم او ۱۷ کورنۍ د سپین بولدک له لارې افغانستان ته راستنې شوې دي.
په همدې حال کې د دغه راپور پر بنسټ، ۸۶ کورنۍ د پل ابرېشم له لارې هېواد ته او ۷۲ نورې کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته داخلې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د آمو د یوې څیړنې موندنې ښیي چې «بېکاري» او «خراب اقتصادي وضعیت» د هېواد د اتباعو د غیرقانوني کډوالۍ بنسټیز لاملونه دي.
دا څیړنه په اوو ولایتونو کې د ښځو په ګډون له ۳۳ کسانو سره ترسره شوې چې د غیر قانوني کډوالۍ تجربه یې درلوده.
له دې جملې څخه ۴۵.۴ سلنه ګډونوالو ویلي چې دوی د «خراب اقتصادي وضعیت» له امله په ناقانونه توګه کډوالۍ ته اړ شوي؛ خو ۹ سلنه یې دا هم ویلي چې دوی واک ته د طالبانو له راتګ سره د احتمالي جګړې د وېرې له امله ناقانونه کډوالي پیل کړې ده.