د لبنان د روغتیا وزارت چارواکو ويلي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراٸیلو د بمباریو له امله لږ تر لږه ۱۰۵ تنه وژل شوي او ۳۵۹ تنه نور ټپیان شوي دي.
د الجزیرې د راپور پر بنسټ، دغه وزارت اعلان کړی چې د صیدا په جنوب کې د عین الدلب په سیمه کې برید د استوګنې دوه ودانۍ ویجاړې کړې، چې له امله یې ۳۲ تنه وژل شوي او ګڼ شمیر بې ځایه شوي کورنۍ چې دغه ځای ته یې پناه وړې ده، قربانيانو کې شامل دي.
د لبنان یو شمېر سیاسي څېرو دغه برید یو «عام وژنه» بللې ده.
اسراٸيلو ویلي دي چې د لبنان د حزب الله پر لسګونو اهدافو یې بریدونه کړي دي. خو د لبنان چارواکي وايي، بمونو د دغه هېواد په جنوب کې د بيقاع، د بعلبک-هرمل ښار او د بیروت په جنوبي سیمو کې کورونه او ودانۍ په نښه کړي دي.
د دوشنبې په سهار (د تلې ۹مه) سیمه ییزو رسنیو د بیروت په زړه کې د پل کلا په سیمه کې د اسراییلو د هوايي برید خبر ورکړى چې د تېر کال د شخړو له پیل راهیسې د ښار په حدودو کې د اسراییلو لومړی برید دی.
د لبنان د روغتیا وزارت د ملکیانو د شمېر له ښودلو پرته ويلي چې په تېرو دوو اونیو کې څه دپاسه زر لبنانیان وژل شوي او شپږ زره نور ژوبل شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې په تېرو دوو اونيو کې د اسراٸيلو زياتېدونکي بمبارۍ د دې ډلې د مشر حسن نصرالله په ګډون د حزب الله يو شمېر لوړ پوړو مشرانو ته مرګ-ژوبله اړولې ده.
اسراٸیل ژمنه کړې چې خپلو بریدونو ته به دوام ورکړي او ویلي یې دي چې د خپلو شمالي سیمو چې اوسېدونکي يې د حزب الله د راکټي بریدونو له امله تېښتې ته اړ شوي دي، د بیا خوندي کولو پلان لري.
د اسراٸیلو ډېرى بریدونه د لبنان په سوٸل کې ترسره شوي، چيرې چې «حزب الله د ايران تر ملاتړ لاندې خپل فعالیتونه ترسره کوي.»
له بلې خوا د امریکا متحده ایالاتو په لبنان کې د شخړې د دیپلوماتیکو حل غوښتنه کړې ده. خو په ورته وخت کې یې اجازه ورکړې چې په سیمه کې خپل پوځي ځواکونه پیاوړي کړي.
جوبايډن د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا په منځني ختیځ کې د «هر اخېزې» جګړې مخه نیول کېدای شي وویل: « باید مخنیوی يې وشي.» هغه وویل چې دی به د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره خبرې وکړي.