افغانستان

د خوړو نړیوال پروګرام: بې وزلۍ د لومړنیو ښوونځیو یو پر درېیمه برخه افغان نجونې له زده کړو بې برخې کړي

عکس از آرشیف.

د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی چې په افغانستان کې زیاتره نجونې د بې وزلۍ له امله خپلو لومړنیو زده کړو ته دوام نه شي ورکولی.

د ملګرو ملتونو اړوند دغه ادارې ویلي چې دوی په ښوونځیو کې زده کوونکو ته «غني خواړه» ورکوي.

د دغه سازمان په خبرپاڼه کې ويل شوي: «افغان نجونې نه يوازې د ثانوي زده کړو له بندېدو سره مخ دي، بلکې ډېری يې د بې وزلۍ له امله ښوونځي پرېښودو ته هم اړې شوې دي.»

دغه بنسټ زیاته کړې چې «د افغان نجونو يو پر درېيمه برخه خپلې لومړنۍ زده کړې نه شي پوره کولى.»

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو لا هم له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځيو ته له تګه بې برخې کړې دي.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو په ګډون مرستندویه ادارو په افغانستان کې د بشري فعالیتونو لپاره د بودیجې د کموالي خبرداری ورکړی دی.

تر دې مخکې د خوړو نړیوال سازمان خبر ورکړی و، چې په افغانستان کې ۱۲ میلیونه وګړي له سختې لوږې سره مخ دي.

د دغه سازمان په وینا، شاوخوا څلور میلیونه ماشومان او شیدې ورکونکې میندې له خوارځواکۍ سره لاس او ګرېوان دي.

د خوړو نړیوال سازمان اعلان کړی چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې د خوراکي توکو مرستو ته دوام ورکولو لپاره ۶۷۷ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.