روغتیا

په پروان کې شاوخوا ۵۰۰ کسان په ناپېژنده ناروغۍ اخته شوي دي

له څلورو ورځو راهیسې په پروان ولایت کې شاوخوا ۵۰۰ کسان په «ناپېژنده» ناروغۍ اخته شوي دي.

په پروان کې د طالبانو د والي وياند حکمت الله شميم وايي، دا ناروغي ساري ده او د يوه ځاى ډېر اوسېدونکي پرې اخته شوي دي.

د هغه په ​​وينا، دغه کسان د دغه ولايت د شينوارو ولسوالۍ په دره کفشان کې په دې ناپېژندل شوې ناروغۍ اخته شوي وو.

هغه وايي چې په دې ولايت کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر مخ په زياتېدو دى.

د راپورونو پر بنسټ، تر اوسه د دغې ناروغۍ له امله ۲ تنه مړه شوي او د ۵۰ تنو روغتیايي وضعیت نازک دی.

 پروان کې د طالبانو د والي وياند د دغه ولايت د عامې روغتيا رياست په حواله ويلي، چې په دې ناروغۍ اخته کسان له جسمي معلوليت، د عضلاتو سخت درد، سخت اسهال او سختې تبې سره مخ وو.