افغانستان

ایران له افغانستان سره پر پوله د ۱۰ کیلومترو د اغزن تار لګولو کار بشپړ کړ

د ایران د ځمکنیو ځواکونو قومندان نوذر نعمتي ویلي، چې د دغه هېواد او افغانستان ترمنځ د ۱۵ کیلومتره پر پولې د اغزن تار لګولو چارې بشپړې شوې.

ایراني رسنیو د دغه هېواد د ځمکنیو ځواکونو د قومندان په حواله لیکلي چې ایران د دې کار د څارنې لپاره ځانګړی مرکز جوړ کړی دی.

نوذر نعمتي وویل:«ایران له افغانستان سره د څه باندې لس کیلومتره پر پولې د اغزن تار د جوړولو کار بشپړ کړی او د نورو ۵۰ کیلومترو د جوړولو پلان لري.»

هغه زیاته کړه چې له افغانستان سره د پولې د امنیت مسٶولیت د ایران ځمکنیو ځواکونو ته سپارل شوی دی.

ښاغلی نعمتي وايي، دغه اغزن تار به د څلورو پوځي انجینري ټیمونو، ۱۴ خصوصي شرکتونو او د ایران له یو شمېر ځواکمنو کمپنیو سره په ګډه جوړه شي.

د ایران د ځمکنیو ځواکونو قوماندان زیاته کړې: «د اغزن تار جوړولو په برخه کې پنځه کارګاوې په فعاله توګه کار کوی او د ایران د پوځ د ځمکنيو ځواکونو په سلګونو انجینری ګاډی په دوامدار ډول کار کوی څو د پولې د بندولو د پروژه په خپل وخت بشپړه شي. »

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

خو نوذر نعمتي وايي، چې دا اغزن تار به امنیت ټینګ کړي او په ایران کې به د نشه يي توکو د قاچاق اړوند فعالیتونه کم کړي.