د امریکا د استازو په مجلس کې د جمهوري غوښتونکو وکیلانو یوه ډله یو نوی لایحه وړاندې کولو په حال کې دي، چې له مخې به یې د طالبانو له خوا د «لاسوهنو د اندېښنو» له امله له افغانستان سره د امریکا مرستې بندې شي.
د فاکس نیوز د راپور پر بنسټ، د کانګرېس جمهوري غوښتونکي جاش برچین ويلي: «د بایډن او هرېس ادارې ویجاړونکي وتلو افغانستان بېرته طالبانو ته وسپاره او دا اوس څرګنده شوې چې زموږ د مالیه ورکونکو ډالر د طالبانو په ګټه کارول کیږي.»
ښاغلی برچین وايي، د دې لایحې تصویب د دې لپاره اړین دی چې د امریکا د مالیې پیسې نور د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې په غیر مسٶولانه ډول ونه کارول شي.
امریکا له افغانستان سره یو له سترو مرسته کوونکو څخه دی. د فاکس نیوز د راپور پر بنسټ، د امریکا متحدو ایالاتو تر اوسه د هغو افغان کډوالو لپاره ۲۱ میلیارده ډالر لګولي چې له دغه هېواده ایستل شوي دي.
ياده خبري شبکه وايي چې طالبانو د ډېرو غیر انتفاعي موسسو واک په لاس کې اخیستی او د امریکا مالي مرستې په غیر مستقیم ډول د دې ډلې جیبونو ته ځي.
د دغه راپور له مخې، له هغه راهيسې چې طالبان واک ته رسېدلي، ملګرو ملتونو دغه هېواد ته ۲،۹ میلیارده ډالره نغدې پیسې لېږلې چې یوه برخه یې طالبانو ته رسېدلې ده.
تر دې مخکې په کانګرېس کې د جمهوري غوښتونکو بل استازي تیموتي بروچیت له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي وو: «موږ ۳۵ ټریلیون ډالره پور لرو او اړتیا نه لرو چې د خپلو دښمنانو مالي تمویل وکړو.»
ښاغلي بروچیت د امریکا پر بهرنیو چارو وزارت نیوکه وکړه چې افغانستان ته د امریکا د بشري مرستو د رسولو مخنيوى نه کوي.
هغه پر اېکس لیکلي: «موږ باید د بهرنیو چارو دا وزارت ویجاړ کړو او له سره يې جوړ کړو.»