افغانستان

 د هېواد پر رسنيو د طالبانو د تازه محدوديتونو څرنګوالى

عکس از آرشیف.

طالبانو په یوه نوي اقدام کې پر رسنیو د خپلو بندیزونو په لړ کې په کورنیو رسنیو کې پر ژونديو سیاسي خپرونو بندیز ولګاوه.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې یوې سرچینې دا خبره تایید کړې او ويلي يې دي، چې د سه شنبې په ورځ د رسنیو مسٶولینو له طالبانو سره په لیدنه کې دغه بندیز د یوې اونۍ لپاره منلی او له ثبتولو وروسته به سیاسي خپرونې خپروي.

په کورنیو رسنیو کې ځینې سرچینې تاییدوي چې د طالبانو استخباراتو همداراز کورنیو رسنیو ته خپل کارپوهان او باوري کسان معرفي کړي او له هغوی یې غوښتي چې د طالبانو منتقدين خپرونو ته ونه بلي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه په دې اړه وايي:«دوی د شنبې په ورځ د رسنیو له مسوولینو سره غونډه وکړه، پرېکړه وشوه چې رسنۍ به تر یوې اونۍ پورې مني او دوی ویلي چې په دې اړه باید نور بحثونه وشي او وروستۍ پایلې ولري. نتیجه به وروسته څرګنده شي.»

په کورنیو رسنیو کې ځینو سرچینو امو ټلویزیون ته ویلي، چې د طالبانو استخباراتو د اطلاعاتو او کلتور وزارت په همکارۍ د کورنیو رسنیو تر غوږونو تېره کړې، چې هیڅ سیاسي خپرونه بايد پر رژیم نیوکه ونه کړي.

خبریال مصطفی شهریار وايي: «له بده مرغه خبریالان له سانسور او ځان سانسورولو سره مخ دي. یو یې د حکومت له خوا سانسور دی او بل یې متخصصین دي چې دا یې عملي کوي او نه شي ویلای چې رښتیا څه دي.»

د طالبانو دغه بندیز د خبريالانو د ملاتړو سازمانونو او د سیاسي پروګرامونو کوربنو له غبرګون سره مخ شوى دى.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب بنسټ په هېواد کې د ژوندیو سیاسي خپرونو بندول سانسور او د رسنیو له ازادۍ څخه جدي سرغړونه ګڼي او په خبرپاڼه  کې یې ټینګار کړی چې طالبانو همداراز رسنیو ته کارپوهان او باوري کسان معرفي کړي دي.

د سیاسي خپرونو یو شمېر پخواني کوربه وايي، طالبان د خپلو منتقدینو له غږونو ډارېږي او غواړي دا ډول غږونه خاموشه کړي.

د سیاسي خپرونو پخوانۍ کوربه نصرت منصور وايي: «هره ورځ پر رسنیو محدودیتونه د دې لامل کېږي چې په افغانستان کې د بیان د ازادۍ لپاره موجودې هیلې له منځه ولاړې شي او اوس دا مسٶولیت د نړۍ پر غاړه دی چې د خلکو غږ له هره ادرسه درک کړي.»

بل خوا په افغانستان کې یو شمېر خبریالان وايي چې طالبانو پر رسنیو ډېر محدودیتونه لګولي او خبریالان نه شي کولای د طالبانو د خوښې خلاف راپورونه چمتو کړي.

خبرياله بصيره وايي: «اوس مهال د خبريالانو لپاره محدوديتونه او ستونزې په ځانګړې توګه دا دي چې موږ يو خبر په سمه توګه تر لاسه کولای شو، خو نه يې شو خپرولى، ځکه چې موږ بايد هغه څه نشر کړو چې موږ ته ويل کېږي.»

خو په کورنیو رسنیو کې سرچینې وايي چې طالبان د ژبې او د دانشګاه  او دادګاه په څېر کلمو د بدلون په هڅه کې دي.

دغه سرچینې ټینګار کوي چې طالبان په منظم ډول پر رسنیو فشار راوړي چې د دانشګاه، دانشکده، دادګاه، د پوځ مشر په څېر د کلمو د کارولو مخه ونیسي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د ځينو رسنيو مسوولينو هم دا فشار منلى او ټينګار يې کړى، چې په دې وروستيو کې دې له دغو الفاظو له کارولو ډډه وکړي.