د افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان وايي، طالبانو په یوه نوي پرېکړه لیک کې د رسنیو له لوري د سیاسي خپرونو «په ژوندۍ بڼه خپرونه» باندې بنديز ولګاوه.
دغه سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې طالبانو په افغانستان کې دننه رسنیو ته د خپل «کارپوهان او باوري کسان» معرفي کړي دي.
د خبریالانو د ملاتړ دغه سازمان د طالبانو ياد بندیزونه د سانسور بل ډول او په هېواد کې د رسنیو له ازادۍ او د بیان له ازادۍ څخه جدي سرغړونه بللې ده.
د افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان د طالبانو د نویو بندیزونو په اړه اندېښنه ښودلې او له ټولو هغو بنسټونو چې د بیان ازادۍ، رسنیو او بشري حقونو ملاتړ کوي؛ غوښتنه کړې چې د طالبانو د دغو «جبرانه» پرېکړو په وړاندې کلک او روښانه دریځ غوره کړي.
د دغه سازمان په خبرپاڼه کې راغلي:«اړتيا ده چې نړيواله ټولنه او اړوندې ادارې د دغه ځپنې پر وړاندې بې ځوابه پاتې نه شي او په افغانستان کې د آزادو رسنيو او د بيان د آزادۍ د ملاتړ لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي.»
د يادونې وړ ده، چې طالبانو د دې ډلې له مسٶولینو سره په لیدنه کې په یوه نوي اقدام کې اعلان کړی، چې هېڅ رسنۍ اجازه نه لري، چې د طالبانو پر سیاستونو او قوانینو انتقادي مواد خپاره کړي.
د طالبانو د نوې پرېکړې له مخې، د ورځنیو سیاسي پروګرامونو د بحثونو موضوع باید د دې ډلې د چارواکو له خوا جوړه او تصویب شي او کورنۍ رسنۍ نور نه شي کولای چې د طالب چارواکو له اجازې پرته سیاسي پروګرامونه جوړ کړي.
په ورته وخت کې طالبانو د دوی له لوري د منظور شوو ۶۸ کارپوهانو نوملړ رسنیو ته وړاندې کړی، چې په سیاسي پروګرامونو کې ورته بلنه ورکړي.