افغانستان

د سي آی اى پخوانۍ ماموره: القاعده محمود شاه حبیبي اعداموي

د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې یا «سي آی اى» پخوانۍ مامورې سارا اډمز وايي، طالبانو د محمود شاه حبیبي په نوم افغان الاصله امریکايي القاعدې ته سپارلی او ټاکل شوې چې دغه شبکه هغه اعدام کړي.

هغې پر اېکس لیکلي چې د القاعده شبکه ښاغلي حبیبي په داسې حال کې اعداموي چې د امریکا حکومت طالبان په افغانستان کې د «ترهګرۍ ضد متحد» ګڼي.

محمود شاه حبیبي دوه ورځې وروسته له هغې چې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري د کابل په شیرپور کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې له خوا په نښه شو، په کابل کې د طالبانو د استخباراتو له خوا ونیول شو.

سارا اډمز، د سي آی اى پخوانۍ ماموره چې په پاکستان کې د طالبانو د لومړي وزیر د اوسني اقتصادي مرستیال عبدالغني بردار په نیولو کې ښکېله وه، پر اېکس لیکلي: «څومره بد! طالبانو په دې وروستیو کې محمود شاه حبیبي القاعدې ته سپارلی او اوس د دغې شبکې له خوا هغه د اعدامولو په حال کې دی. [طالبان] پر حبیبي د ایمن الظواهري د وژنې پړه اچوي، چې په ۲۰۱۲ کال کې په بنغازي کې زموږ د بریدونو مشري کوله. که څوک مسؤل وي، طالبان او حقاني دي.»

هغه وايي چې طالبانو د امريکا حکومت ته درواغ ويلي او د محمود حبيبي په نيولو کې يې لاس لرل رد کړي او په دې کار کې يې له القاعدې ملاتړ کړی دی.

آغلې اډمز زیاتوي چې که متحده ایالات سمدستي اقدام ونه کړي، یو امریکایی به د القاعدې له خوا اعدام شي. په داسې حال کې چې د امریکا حکومت په دې مسٸله سترګې پټوي.

هغې په ​​دې مقاله کې دا پوښتنه هم کړې: «آیا د امریکا حکومت به وروسته له دې چې دوی یو امریکایی القاعدې ته وسپاره د طالبانو ملاتړ ته دوام ورکړي؟»

تر دې وړاندې د حبيبي کورنۍ له آمو ټلويزيون سره په خبرو کې ويلي و، چې طالبانو محمود شاه حبيبي القاعده شبکې ته سپارلی او دوی د هغه د برخليک په اړه معلومات نه لري.