افغانستان

د خوړو نړيوال پروګرام د هېواد په ولايتونو کې د خوراکي توکو د زېرمه کولو چارې پيل کړې

په داسې حال کې چې په هېواد کې د مني موسم په رارسېدو دی، په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی چې په یو شمېر ولایتونو کې یې د خوراکي توکو زېرمه کول پیل کړې دي.

دغه سازمان پر اېکس لیکلي چې تر اوسه یې په ټول افغانستان کې ۲۲۵ زره ټنه خوراکي توکي زېرمه کړي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې د دغه زېرمې موخه په ټول هېواد کې سختو زیان منونکو سره مرسته کول دي.

دا په داسې حال کې ده، چې دې سازمان مخکې په یوه راپور کې ویلي وو، چې د ۲۰۲۴ کال د مى او اکتوبر ترمنځ په افغانستان کې له ۱۲ میلیونو ډېر کسان له «سختې لوږې» سره مخ دي.

د دغه راپور له مخې، له دې جملې څخه په۴فاز کې ۲.۴ میلیونه کسان د لوږې په بیړني حالت کې قرار لري.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو دغه اداره په خپل یوه راپور کې وايي، د ۲،۸ میلیونو ماشومانو په ګډون ۳،۹ میلیونه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، په سختې خوارځواکۍ اخته دي.

د دغه سازمان د راپور له مخې تر ۲۰۲۴ کال پورې په افغانستان کې ۲۳،۷ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.