سوداګري

 رشيد مردوف: ترکمنستان په افغانستان کې ۱.۵ میلیارده ډالره پانګونه کوي

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف اعلان کړی چې هېواد به یې له افغانستان سره په ګډو زېربنایي پروژو کې له ١.٥ میلیارد ډالرو زیاته پانګونه وکړي.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې دغه پانګونه له خپل ګاونډي (افغانستان) سره د سیاسي، اقتصادي او ټرانسپورټي اړیکو د پیاوړتیا لپاره د دغه هېواد د پراخې ستراتیژۍ برخه ده.

ښاغلي معروف د طالبانو له استازي سره «دوه اړخېزو بنسټونو پراختیا» تر سرلیک لاندې ګډه ناسته کې وویل «زموږ موخه له افغانستان سره د سوداګرۍ، ټرانسپورټي او ټرانزیټي اړیکو پیاوړتیا ده.»

نوموړي په دې کتنه کې د هند، پاکستان، نړیوال بانک او د اسیا پراختیايي بانک په ګډون د هېواد له سیمه ییزو شریکانو څخه وغوښتل چې د ترکمنستان-افغانستان-پاکستان-هند (ټاپي) ګازو د نل لیکې په برخه کې پانګونه وکړي. یوه لویه پروژه چې د انرژۍ په برخه کې د سیمه ییزې همکارۍ د پیاوړتیا لپاره ډیزاین شوې ده.

په ورته وخت کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ترکمن رسنیو ته په حواله د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا هرکلی کړی او ویلي یې دي: اوس مهال د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ اقتصادي اړیکې او دوه اړخېزې همکارۍ د پراخېدو په حال کې دي.

د يادونې وړ ده، چې په دې غونډه کې د اسيا پراختيايي بانک او ملګرو ملتونو د استازو ترڅنګ د چين او هند سفيرانو هم حضور درلود او د دغو ګډو پروژو له دوام څخه يې ملاتړ وکړ.

د ټاپي پروژه په منځنۍ اسیا کې یو مهم نوښت دی. تمه کیږي چې د کارموندنې او انرژۍ ته د لاسرسي په ښه کولو سره د افغانستان د اقتصاد په ثبات کې مرسته وکړي، پداسې حال کې چې انرژۍ د سیمه ييز مرکز په توګه د ترکمنستان رول پیاوړی کړي.