افغانستان

فارن پالیسي: «د طالبانو لخوا د ښځو ځپنه» د امریکا غبرګون ته اړتیا لري

فارین پالیسي خپرونې په یوه تحلیل کې ویلي، چې امریکا باید د طالبانو «ښځو ځپونکي» چلند او کړنلارو ته ځواب ووايي.

دفارن پالیسي په دې تحلیل کې راغلي: «له دې حقیقت سره سره چې افغانې ښځې په خپلو کورونو کې بندیانې دي او له خپلو اساسي حقونو څخه بې برخې دي، نه د سیمې اسلامي هېوادونه او نه هم امریکا شاتګ ته د طالبانو اړ ايستلو په برخه فعاله لېوالتیا لري.»

دې خپرونې د طالبانو په نوي قانون کې چې د « امربالمعروف  او نهى عن المنکر قانون» تر سرلیک لاندې په عامه ځایونو کې د ښځو د غږونو منع کوي د طالبانو لخوا د « جبري جنسيتي تبعیض» وروستۍ کچه بللې ده.

په دې تحلیل کې ویل شوي چې د طالبانو نوی قانون د امریکا د ولسمشريزو ټاکنو د کمپاین په منځ کې اعلان شو؛ تر اوسه په افغانستان کې د ښځو د حقونو مسٸلې ته له دواړو نوماندانو څخه هیچا هم پام نه دی کړی.

د يادولو وړ ده، چې د کامالا هرېس او ډونلډ ټرمپ تر منځ د اې بي سي نیوز په مناظره کې یوازې له افغانستانه د امریکا د وتلو د کورنیو پایلو په اړه خبرې شوې دي.

فارن پالیسي لیکي چې د افغانستان په اړه د امریکا د تګلارې مهم اصل امنیت او د هغه د ګواښ مخنیوی دی چې په دغه هېواد کې مېشتې «ترهګرې» ډلو لخوا لوېدیځو هېوادونو ته متوجه کېدای شي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د مرکزي استخباراتو د مرکزي ادارې سي آی اى مشر جنرال ډېوېډ پیټراٸوس له العربیه شبنې سره په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي چې طالبان د داعش خراسان ډلې او د تحریک طالبان پاکستان له د بریدونو د مخنیوي توان نه لري. دا « ډېر خوشينوونکي ده.»

هغه په دې مرکه کې زیاته کړې، چې د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان اوس له ډېرو اړخونو یو «ناکام هېواد» وباله.

په همدې حال کې فارن پالیسي خپرونه لیکي: «تر اوسه امریکا طالبانو ته ګواښ کړی چې که د ښځو حقونه ورنه کړل شي، له نړۍ به یې ګوښه کړي. خو له نړیوالې ټولنې څخه د دغې ډلې د ایستلو هڅې مسخره دي، ځکه چین، روسیه، پاکستان، قطر او یو شمېر نور هېوادونه د اقتصادي او امنیتي دلایلو له مخې له دغې ډلې سره اړیکې لري.»

دغه خپرونه زیاتوي، حقیقت دا دی چې له افغانستانه د امریکا له وتلو راهیسې د امریکا متحدو ایالتونو کومه فعاله پالیسي نه ده لرلې چې بدلون راولي او یا له افغان ښځو سره مرسته وکړي او دا پالیسي ملګرو ملتونو ته پرېښودل شوې ده.

دې تحلیل وړاندیز کړى، چې له اوسني وضعیت څخه د وتلو لپاره یو غوراوى دا دی چې د “شریعت په اړه د طالبانو درک” د ننګولو لپاره د اسلامي هېوادونو يو ایتلاف راټول شي.

د فارن پالیسي تحلیل وايي، که د امریکا راتلونکی ولسمشر افغانستان له پامه غورځوي، په حقیقت کې یې د امریکا لپاره یو ګواښ له پامه غورځولى دی.

دا خپرونه زیاتوي چې په کورونو کې د ښځو بندي کول او له اساسي بشري حقونو څخه د هغوی بې برخې کول د طالبانو د ژمنو د ماتولو یوه بېلګه ده او امکان نه لري چې دا دریځ د طالبانو له بهرني سیاست څخه ليرې شي.