افغانستان

ایران او پاکستان په یوه ورځ کې څه باندې ۳۰۰ کډوالې کورنۍ ايستلي

په یوه ورځ کې څه باندې ۳۰۰ افغان کډوالې کورنۍ له ایران او پاکستان څخه ویستل شوې او هېواد ته راستنې شوې دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې باختر اژانس په یوه راپور کې ویلي، چې پرون (سه شنبه د وږي ۲۷مه) له ایران او پاکستان څخه د هېواد ۳۲۲ کډوالې کورنۍ «په جبري او اختياري ډول» ویستل شوې دي

د دغه راپور له مخې دغه کډوال د  ننګرهار، قندهار، او هرات ولايتونو له پولو څخه هېواد ته داخل شوي دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې دغه دولتي اژانس وايي چې ۵۵ کورنۍ د تورخم او ۵۵ کورنۍ د سپین بولدک له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي.

په همدې حال کې د دغه راپور پر بنسټ، ۹۷ کورنۍ د پل ابرېشم له او ۱۱۵ نورې کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته داخلې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ایران د پيشوايي ښار قوماندان اکبر عربی خبرداری ورکړی چې افغان کډوال به توقیف، راټول او وشړل شي.

هغه ټینګار وکړ چې له ایران څخه د پې اسناده کډوالو د راغونډولو او ویستلو پلان عملي کول په شدت سره دوام لري.

د ايران د پیشوايي ښار قوماندان له اېسنا خبري اژانس سره په خبرو کې زیاته کړه چې د دغه هیواد د اتباعو له خوا د بې اسناده کډوالو ګمارل هم سرغړونه ده او عاملينو سره به يې قانوني چلند وشي.

په ورته وخت کې پاکستان هم د افغان کډوالو جبري ايستلو ته دوام ورکړی دی.