طالبانو نن (سه شنبه) د هېواد په شمال کې په فاریاب ولایت کې دوه ښځې او یو سړی د «زنا او د ښځې د تیښتې» په تور په عام محضر کې په درو ووهل.
د طالبانو تر واک لاندې د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي چې یوه ښځه ۳۹ درې او یو کال بند سزا باندې او بله ښځه په ۲۹ دُرې ووهل شوه.
په خبرپاڼه کې راغلي چې یو سړي د «کور څخه د يوې ښځې د تیښتولو» په تور په ٣٩ درې وهل شوى دى.
په تېره یوه اوونۍ کې طالبانو په بېلابېلو ولایتونو کې لږ تر لږه ۱۰ کسان د بېلابېلو تورونو په تور په عام محضر کې په درو وهلي دي.
ملګرو ملتونو په خپل درې میاشتني راپور کې چې نن (سه شنبه) یې خپور کړ ویلي چې طالبان په عام محضر کې د خلکو جسمي مجازاتو ته دوام ورکوي چې کله کله د خلکو لویې ډلې هم په کې شاملې وي.
په دغه راپور کې ویل شوي چې د بېلګې په توګه د جون په ۴مه (د غبرګولي ۱۵مه) د سرپل ښار په لوبغالي کې ۶۳ تنه (۱۵ ښځې او ۴۸ نارینه) د وسله والو غلاوو، د له واده پرته د اړيکو، د کور څخه د تېښتې او لواطت تور په څېر جرمونو تر محکومېدو وروسته ونیول شول او په عام محضر کې په درو ووهل شول.