په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندويه پلاوي (یوناما) مشرې روزا اتونبایوا د افغانستان په اړه په ملګرو ملتونو کې د قطر له دایمي استازې عالیه احمد بن سیف الثاني سره وکتل.
د قطر خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي چې د افغانستان روان وضعیت د دغه بحث محور و.
د ياد راپور له مخې دواړو لورو د ثبات د تامین او له شته شرایطو څخه د وتلو لپاره پر نړیوالو هڅو ټینګار کړی دی.
د يادولو وړ ده، چې دا ليدنه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې ترسره شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې روزا اوتونبایوا به یوه ورځ وروسته د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان په اړه وینا وکړي.
که څه هم د امنیت شورا دغه غونډه د افغانستان په اړه د دې شورا د دوره یي غونډو دوام دى؛ خو د هېواد یو شمېر اوسېدونکي وايي، له دغې غونډې تمه لري چې د هېواد په اوسني وضعیت کې به بدلون راولي.
د بې ورلۍ پراختيا، بشري کړکېچ، د بشري حقونو جوړښتي سرغړونې، په ځانګړې توګه د طالبانو په واکمنۍ کې د ښځو حقونه نقضېدل، د یوه ټول ګډونه حکومت نه جوړول او له ترهګرۍ سره مبارزه د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې له سترو ننګونو څخه شمېرل کېږي.