سویلي آسیا

هند په دغه هېواد کې د لږکیو په اړه د ايران د مشر څرګندونې د «افسوس» وړ وبللې

د هند د بهرنیو چارو وزارت په هند کې د مسلمانانو د وضعیت په اړه د ایران د مذهبي مشر علي خامنه يي د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، هغه هېوادونه ته چې د لږکيو په اړه څرګندونې کوي، سپارښتنه کېږي چې د نورو په اړه له قضاوت کولو مخکې دې په دې برخه کې خپل مخينه وګوري.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي: «موږ په هند کې د لږکیو په اړه د ایران د مشر پر څرګندونو سخت خواشیني یو. دا معلومات ناسم او د منلو وړ نه دي.»

علي خامنه يي مخکې په نورو هېوادونو لکه هند کې د«مسلمانانو د کړاوونو» پر وړاندې بې پروايي «د اسلام د لارښوونو او اصولو خلاف» بللې وه.

هغه پې اېکس لیکلي: «که چیرې موږ په میانمار، غزې، هند یا بل هر ځای کې د یو مسلمان له کړاوونو څخه غافل غافل يو، نشو کولی ځان ته مسلمانان ووایو.»

هندي رسنیو لیکلي چې دا لومړی ځل نه دی چې د ایران مذهبي مشر په هند کې د لږکیو په اړه خبرې کوي، بلکه، په ٢٠١٩ کې يې هم په ​​جمو او کشمیر کې د ٣٧٠ مادې لغوه کولو لپاره د نریندرا مودي حکومت پرېکړې ته هم غبرګون ښودلى و.

خامنه يي هغه وخت په کشمیر کې د مسلمانانو د وضعیت په اړه اندېښمن و او ټینګار یې کړى و: « موږ له هند سره ښه اړیکې لرو. خو موږ هیله لرو چې د هند له حکومته د کشمیر د شریفو خلکو په وړاندې عادلانه پالیسي غوره کړي او په دې سیمه کې پر مسلمانانو د ظلم مخنيوى وکړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې هند او ایران په دې وروستیو کې د شهید بهشتي بندر له سوداګریز دهلېز څخه د ګټې اخیستنې لپاره د یوه اوږد مهاله تړون په لاسلیکولو سره خپلې همکارۍ پیاوړې کړې دي. د د کارپوهانو په وينا ممکن دغه څرګندونې د دواړو هېوادونو اړيکې اغېزمنې کړي.

د يادولو وړ ده چې دغه تړون د چابهار بندر د ستراتیژیک اهمیت څرګندونه کوي. د سیمه ییز اتصال په پیاوړتیا سره، دا تړون د هند، ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو لارو د ساده کولو لپاره چمتو شوى دی، او د هغه دودیزو لارو بدیل چمتو کوي چې له پاکستان څخه تېرېږي.