د جاپان سترې محکمې د افغان کډوالو یوې ماشومې نجلۍ ته چې په دغه هېواد کې زیږېدلې د جاپاني تابعیت لرلو اجازه ورکړې او د ماشوم د کورنۍ د محکمې ردول یې لغوه کړي دي.
وکیل یاسویوکي ناګاي وویل چې احتمالا دا د ناګویا سترې محکمې لمړنۍ پرېکړه ده، چې چهارشنبه په جاپان کې د افغان والدینو يو ماشوم ته د کورنۍ د ثبت کولو دفتر خلاصوي.
د جاپان د تابعیت د قانون له مخې، هغه ماشوم چې په دغه هېواد کې زېږېدلی وي او مور او پلار دواړه یې بهرنیان وي او دواړه بې وطنه وي، د جاپان تبعه ګڼل کېږي.
قاضي القضات یاسوهيرو هاسګاوا په خپلې پرېکړه په اړه ويلي چې د نجلۍ مور او پلار په ٢٠٢٢ کې په جاپان کې د زیږون پرمهال په عملا بې وطنه وو ځکه چې افغانستان د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته خپل نړیوال حیثیت له لاسه ورکړی و.
د کډوالۍ د خدمتونو د ادارې په وینا، جاپان په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه یوازې نهو تنو ته د کډولو حیثیت ورکړ، خو دا شمېر په ۲۰۲۲ کال کې ۱۴۷ او په ۲۰۲۳ کال کې ۲۳۷ تنو ته لوړ شو.
ناګاي وویل، «موږ کولی شو د هغو ماشومانو په شمېر کې د زیاتوالي تمه ولرو چې مور او پلار یې (له خپل هیواده) تښتېدلي وي، نو دا پر همدې بنسټ، دا یوه بریالۍ پرېکړه ده.»