روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې ۸۵۰ زره ماشومان په «سختې خوارځواکۍ» اخته دي

Photo: WHO

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې ۲.۹ میلیونه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، په خوارځواکۍ اخته دي.

دغه سازمان زیاتوي چې ۸۵۰زره ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي په «سخته خوارځواکۍ» اخته دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د دغه راپور له مخې، په افغانستان کې د خوراکي توکو نه خوندیتوب یو مخ په زیاتېدونکى ناورين دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په هېواد کې په تېر کال کې د ولږې پر کمښت په ټينګار پر اېکس ليکلي، چې تېر کال یې یو میلیون ماشومانو ته غني شوي خواړه وېشلي دي.

دغه بنسټ وايي، چې دغه خوراکي توکي يې پر ۵۰۰ زره ښځينه زده کوونکو وېشلي دي.