سویلي آسیا

په پاکستان کې چاودنې لږ تر لږه لس تنه ټپیان کړل

File Photo.

پاکستاني رسنیو ویلي، د خیبر پښتونخوا ایالت په جنوبي وزیرستان سیمه کې د ریموټ کنټرول ماین د چاودنې له امله د شپږو پاکستاني پولیسو په ګډون لږ تر لږه ۱۰ کسان ټپیان شوي دي.

د ځايي سرچينو په وينا، چاودنه د بازار په وانه رستم سيمه کې د پاکستاني پوليسو پر موټر شوې ده.

چاودنه دومره زوروره وه چې د سیمې اوسېدونکو یې په شدت غږ اوریدلي دي.

د ژغورنې ډلو ټپيان د ولسوالۍ مرکزي روغتون ته لېږدولي دي.

سیمه ییزو چارواکو ویلي، د برید د عاملینو د موندلو لپاره سیمه کلابنده شوې ده.

په یوه بله پېښه کې د یکشنبې په ورځ د جنوبي وزیرستان په همدې سیمه کې د یوه قبایلي مشر زوی په خپل موټر کې دننه د ریموټ کنټرول بم په چاودنه کې ووژل شو.