د حال وش خبري اژانس راپور ورکړی چې نن( دوشنبه، وږي ١٩مه) سهار د ایران په زاهدان زندان کې د یوه افغان په ګډون لږ تر لږه شپږ کسان د نشه يي توکو د قاچاق په تور اعدام شول.
دغه خبري اژانس وايي، د يادو کسانو د اعدام سزا پخوا د ایراني محکمو له خوا صادره شوې وه او د شنبې په ورځ د اعدام لپاره د زاهدان زندان ته ولېږدول شول.
حال وش څلور تنه بندیان بلوچ، یو د نورمحمد نورزي په نوم د افغانستان د نیمروز اوسېدونکی او شپږم یې د ناپېژانده په توګه اعلان کړي دي.
ديوبل خبرله مخې، دغه اعدام شوى افغان په ١٤٠١ کال کې دزابل ښار دميوند له بندر څخه په زاهدان کې دنشه يي توکو په تور نيول شوى و .
په ایران کې د اعدامونو زیاتوالي د بشري حقونو ډلو پراخې نیوکې راپارولي دي.