افغانستان

د اوراسيا تحلیل: د طالبانو مشر پر واک خپل کنټرول زیات کړی دی

پرچم طالبان. عکس از رویترز.

د یو تحلیلي راپور له مخې چې د اوراسيا  لخوا خپور شوی، د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده په تېرو درېیو کلونو کې د طالبانو په لیکو کې پر واک خپل کنټرول د پام وړ کچه زیات کړى دى.

راپور وايي، اخندزاده په کندهار کې له خپل دفتر څخه د طالبانو تګلارې پلي کوي.

د تحليل له مخې اخندزاده په دغو وزارتونو کې د کورنيو چارو د وزير سراج الدين حقاني او د طالبانو د دفاع د وزير محمد يعقوب مجاهد د وفادارۍ د تنظيم لپاره ځينې کسان ګمارلي دي.

راپور زياتوي: «د ۲۰۲۳ کال په مى میاشت کې، اخندزاده د سراج الدین حقاني او محمد یعقوب د نفوذ د کمولو لپاره د کندهار، هلمند او نیمروز په ګډون د افغانستان له جنوبي ولایتونو څخه د خپلو سلاکارانو او ټاکل شویو پوځي قوماندانانو شورا بیا جوړه کړه. هغه هم خپل باوري کسان لکه خیرالله خیرخواه او محمد نبي عمري غوره کړي دي او هڅه یې کړې چې په مهمو وزارتونو او ادارو  کې د محمد فاضل او عبدالقیوم ذاکر  په ګمارلو سره د هغوی وفاداري کنټرول کړي.»

پر طالبانو د اسلام اباد بې باوري

د راپور په بله برخه کې له طالبانو سره د پاکستان تعامل د جدي بې باورۍ او نا رضايتۍ نښه بلل شوې ده. شننه وايي چې د دې بې باورۍ اصلي لامل د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په وړاندې د پرېکنده ګامونو په پورته کولو کې د طالبانو بې کفایتي ده. پاکستاني چارواکي وايي، پاکستاني طالبان د افغانستان په ختیځ او جنوب ختیځ کې فعالې اډې لري او د وېش-چمن پولې ته څېرمه یې دوه کمپونه جوړ کړي دي.

د هند او طالبانو اړیکې

د طالبانو سره د نوي ډیلي تعامل هم د بشري حقونو د جدي سرغړونو او دوامداره توکمیز تبعیض له امله په ټپه ولاړ دى. راپور یادونه کوي چې د طالبانو د پالیسیو په اړه بنسټیز توپیرونه، په ځانګړې توګه د بشري حقونو سرغړونو، د هند او طالبانو په اړیکو کې پرمختګ محدود کړی دی.

د طالبانو په مشرتابه کې افراطیت

اوراسيا د طالبانو په مشرتابه کې د افراطي اسلامپالو غړو د پام وړ حضور هم یاد کړى دى. د شننې له مخې، د طالبانو یو شمېر غړو هڅه کړې چې اخندزاده وهڅوي چې له سیمه ییزو ګاونډیو او نړیوالو قدرتونو سره دوامداره خبرو ته کېني، خو په رهبرۍ شورا کې د دغو کسانو د محدود شمېر له امله د طالبانو د لویو پالیسیو په اړه د پام وړ اغېز نه لري.