افغانستان

د هرېس کمپاین دفتر: د ټرمپ تړون له افغانستانه په غیر منظم ډول د وتلو لامل شو

د ولسمشر مرستیالې کاملا هرېس کمپاین دفتر يو ځل بیا له طالبانو سره د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۰ کال پر تړون نیوکه کړې ده. هرېس ټینګار وکړ چې دا تړون له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د بې نظمه  وتلو یو له اصلي عواملو څخه و.

د سي بي اېس نیوز د راپور پر بنسټ چې د هارېس د کمپاین مرکزي دفتر پنځه کاله دمخه په کمپ ډیویډ کې د طالبانو له مشرانو سره د ټرمپ د لیدنې ناڅاپي لغوه کول او د هغه د خبرپاڼو په ګوته کولو لپاره چې دا تړون په وتلو کې يې رول لوبولی دی. کارولي دي.

د هرېس کمپاین استدلال کوي چې د ټرمپ تړون د وتلو لپاره«تقریبا ناممکن» ضرب الاجل ټاکلی و د بایډن – هارېس اداره له افغانستان څخه د منظم وتلو لپاره روښانه پلان پرته يوازې پرېښوده.

د هارېس د کمپاین لپاره د ملي امنیت ویاندې مورګان فينکلسټاين رسنيو ته وویل: «ټرمپ په شرموونکې توګه د ولسمشر په مرستیالې برید کوي ځکه چې هغه تمه لري چې د امریکا خلکو ته دوکه ورکړي او دوی دا حقیقت هېر کړي چې د هغه کړنې په خطر کې د امریکایي ځواکونو د اچولو لامل شوې.»

هغې وویل، «ټرمپ به د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو له کلیزې یوازې څو ورځې مخکې طالبانو ته بلنه ورکړه چې کمپ ډیویډ ته راشي. له هماغو خلکو سره یې کمزوري معامله وکړه چې د افغانستان د اشغال او د دغه هېواد د حکومت د نسکورېدو لامل یې ګړندی کړ.»

د ټرمپ د ملي امنیت پخواني سلاکار اېچ آر مک ماسټر په پوډکاسټ مرکه کې دغه تړون د «طالبانو ته د تسلیمۍ تړون» وباله.

له افغانستانه تر وتلو وروسته د بایډن محبوبيت کمېدل

په یوه نظرپوښتنه کې چې د سي بي اېس نیوز لخوا د ٢٠٢١ په اګست کې ترسره شوې، ډېرى ځواب ویونکي پدې باور دي چې له افغانستان څخه د متحده ایالاتو د ځواکونو وتل “ډیر بد” ترسره شوي. چې د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن په محبوبيت کې د ثابت کمښت پیل و.

په وروستیو اونیو کې، د ټرمپ کمپاین او په کانګرېس کې د هغه متحدینو له افغانستانه  د امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره په هرېس باندې نيوکې وکړې. دوی د عملیاتو په وروستیو ورځو کې یو ځانمرګي برید ته اشاره وکړه چې ۱۳ امریکايي پوځیان او ۱۷۰ افغانان پکې ووژل شول.

په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د آبي دروازې مخې ته له هغه ځانمرګي برید درې کاله تېر شول، چې په کې ۱۳ امریکايي پوځیان او شاوخوا ۱۷۰ افغانان ووژل شول. په ډیټرویټ کې په یوه مراسمو کې، ټرمپ یو ځل بیا هرېس او بایډن په “افغانستان کې د سپکاوي” مسٶلين وبلل.

 له افغانستانه د وتلو په اړه د جمهوري غوښتونکو څېړنه

په همدې حال کې متحده ايالاتو د استازو د جرګې جمهوري غوښتونکو له افغانستان څخه د بایډن د ادارې د وتلو په اړه خپلې څېړنې پراخې کړې دي. لکه څنګه چې ټاکنې نږدې کیږي، د دوى څېړنې په دې لټه کې دي چې نور شواهد راټول کړي.

د مایکل مک کال په مشرۍ د جمهوري غوښتونکو کمېټه ادعا کړې، چې دا څېړنې به وښیې چې د بایډن ادارې د امریکا خلک «ګمراه کړي» او په ځینو مواردو کې يې دوی ته «درواغ» ویلي دي.