د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف ويلي، روسیه د ترهګرو سازمانونو له لېست څخه د طالبانو د ایستلو په اړه د قرغزستان د پرېکړې پر لاملونو پوهېږي.
د هغه په دې باور د افغانستان د ګاونډیانو لپاره دا مهمه ده چې له طالبانو سره اړیکې وساتي.
د تأس د راپور له مخې، پسکوف خبریالانو ته ويلي، « قرغزستان افغانستان ته ډېر نږدې دی. د ګاونډیانو لپاره دا مهمه ده چې د اوسنیو چارواکو سره اړیکې وساتي. دا یوه اړتیا ده ځکه چې بل ډول، د کومې اړیکې رامنځته کولو امکان نشته»
روسي چارواکو په وار وار له مسکو څخه غوښتي چې طالبان د ترهګرو ډلو له نوملړه وباسي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف په وینا، د بهرنیو چارو او عدلیې وزارت له دې مخکې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته وړانديز کړی و چې د طالبانو نومونه دې د ترهګرو له نوملړه وایستل شي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف همداراز ویلي، چې د ترهګرو له نوملړه د طالبانو د ایستلو اقدام عيني واقعیت څرګندوي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا تر دې مخکې یوه خبرپاڼه خپره کړې وه چې د امربالمعروف او نهى عن المنکر د طالبانو پر نوي قانون د نیوکې له امله یې د خپلو غړو ترمنځ اختلافات په ډاګه کړل.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، ټاکل شوې وه چې دغه شورا د اګست په ۲۱ مه( د زمري٣١مه) د طالبانو د امربالمعروف او نهى عن المنکر» قانون پر ضد یوه خبرپاڼه خپره کړي، خو د دغه سازمان دوو غړو یې مخالفت وکړ.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د امنیت شورا دوو غړو د طالبانو نوی قانون «د افغانستان داخلي موضوع» بللې ده.
سازمان زیاته کړه: «دا خبرپاڼه تصویب نه شوه ځکه چې دوه غړو په اوسني وخت کې د داسې خبرپاڼې ارزښت تر پوښتنې لاندې راوست. په دې اړه، دوی (دوو غړو) د راپور له مخې وویل چې قانون یوه داخلي مسله ده، یوناما لا هم د هغې پایلو باندې بیاکتنه کوي او د شورا نورو خبرپاڼو مخکې په هېواد کې د ښځو د حقونو ننګونې ته اشاره کړې وه.»
خو په خبرپاڼه کې راغلي چې چين او روسيې ادعا کړې چې نړيواله ټولنه دې له افغانستان سره مرسته وکړي پرته له دې چې له نورو مسايلو لکه بشري حقونو سره يې تړاو ورکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه دریځ ته په کتو داسې ښکاري چې چین او روسیه له کوم اضافي فشار پرته له طالبانو سره خبرو او ښکیلتیا ته ترجیح ورکوي.