افغانستان

 په بغلان کې يوې ترافيکي پېښې له درې تنو ژوند واخيست

په بغلان کې د طالبانو امنیه قومندان  وايي، د دغه ولايت په فرنګ ولسوالۍ کې د پاسو موټر د چپه کېدو له امله درې تنه مړه شوي او یو بل ټپي دی.

د طالبانو تر ادارې لاندې ملي ټلویزیون خبر ورکړی، چې دغه پېښه تېره ورځ (د وږي ١٤مه) له غرمې وروسته د بغلان ولایت د فرنګ ولسوالۍ په کوتل ورسج کې رامنځته شوې ده.

تر دې مخکې د زمري په میاشت کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د ترافیکو عمومي ریاست ویلي وو چې د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې په ټول هېواد کې په يو زرو ۳۳۴ ترافیکي پېښو کې ۲۹۱ تنه وژل شوي او ۴۷۹ نور ټپیان شوي دي.

دغه رياست همداراز وايلي، چې په تېرو درېيو مياشتو کې ترافيکي پېښې ډېرې شوې، چې يواځې د لوى اختر په شپږو ورځو رخصتيو کې ٩٧ ترافيکي پېښې ثبت شوې، چې له امله يې ٦٥ تنه مړه او ١٦١ ټپيان شوي دي.