افغانستان

فایق: په افغانستان کې د هدفي بریدونو دوام د پوښتنې وړ دی

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وايي، د طالبانو له خوا د امنیت د تامینولو له ادعاوو او دا چې داعش ولې پوځي اهداف نه په نښه کوي، پر پخوانیو ملکي کارکوونکو د هدفي بریدونو دوام د پوښتنې وړ دی.

ښاغلي فایق د چهارشنبه په ورځ  پر اېکس په یوه پیغام کې لیکلي: «هر ډول ترهګریز برید او د هرې ډلې لخوا د هر هدف لپاره د بې ګناه وینې تویول حرام او په کلکه غندنې وړ دى.»

د دوشنبې په ماسپښین د طالبانو د نظارت او تطبیق د ادارې (پخوانۍ څارنوالۍ)د کارکوونکو د رخصتۍ پر مهال چاودنې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

تر دې مخکې په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارزدافيرې کارن ډېکر دغه برید «بزدلانه او کرغیړن» بللی و.

د دوشنبې په ورځ، د وږي په ۱۲مه، په کابل کې د څارنوالۍ دفتر ته څېرمه یو خونړی برید وشو، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په وینا پکې شپږ کسان ووژل شول او ۱۳ نور ټپیان شول.

په همدې حال کې د طالبانو تر ادارې لاندې لويه څارنوالۍ کې یوې سرچینې آمو ته ویلي چې د کابل د دوشنبې ورځې په ځانمرګي برید کې ۳۴ کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان شوي چې ډېری یې څارنوالان دي.

خو د اسلامي دولت ډلې( داعش) چې د دغه برید مسوولیت یې منلی، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دغه بريد کې د طالبانو په ګډون تر ۴۵ ډېر کسان وژل شوي او ټپیان دي.