د امریکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې اوسنی ولسمشر جوبایډن او مرستیاله ولسمشره کاملا هرېس په شخصي توګه د ۱۳ امریکايي پوځیانو د وژل کېدو مسؤول دي چې په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د ناکامه وتلو پر مهال وژل شوي وو.
ښاغلي ټرمپ ادعا وکړه چې دا «دا پېښه داسې ده لکه دوی«چې پخپله ماشه کش کړې وي.»
ښاغلي ټرمپ دا څرګندونې د سه شنبې په ورځ د وږي په ۱۳ مه د لیکس فریډمن پوډکاسټ سره په مرکه کې د کابل په هوايي ډګر کې د « آبي دروازې» د چاودنې په اړه د خبرو پر مهال وکړې.
ټرمپ فریډمن ته وویل: «د دې ١٤ کسانو والدینو خپل اولادونه د بایډن او کاملا له امله له لاسه ورکړل، داسې لکه دوی چې پخپله د هغوى په سرونو کې ټوپک اېښى وي، ځكه دا کار په ډېره بده بڼه ترسره شو»
پخواني ولسمشر وویل:«دا ډېره د افسوس خبره ده، ځکه چې دا خلک باید مړه شوي نه وای. دوی د بایډن او کاملا لپاره مړه شول. دوی داسې مړه شول لکه دوی چې ماشه پخپله راکش کړې وي.»
ټرمپ له اوږدې مودې راهیسې له افغانستان څخه د ځواکونو د اېستلو په اړه د بایډن په ادارې نیوکه کړې ، هغه وتل چې د ٢٠ کلونو وروسته د واک له لاسه ورکولو او د طالبانو لخوا د افغانستان د بېرته نیولو سره پای ته ورسېد.
د کابل د هوايي ډګر د آبي دروازې په برید کې ۱۳ امریکايي پوځیان او تر ۱۷۰ ډېر ملکي افغان ملکي وګړي ووژل شول.